د ټاکنیزو کمیسیونونو نوماندانو سره د مرکو بهیر چې د روان کال د لړم میاشتې په ۲۴مه نیټه په ارګ کې پیل شوی و، پرون ورځ پای ته ورسېد.
د یادو نوماندانو د مرکو بهیر چې لېست یې د غوراوي کمېټې جمهوري ریاست ته سپارلی و، د روانې اونۍ له پیله د جمهوررئیس محمد اشرف غني، د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، اجراییه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، لوی څارنوال محمدفرید حمیدي، د سترې محکمې د عالي شورا غړي محمدزمان سنګري او د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمیسیون رئیس ډاکټر محمدقاسم هاشمزي په حضور کې په تېرو درېوو ورځو کې په شفافه توګه بشپړ شو.
په پام کې ده مرکو له لارې د ټاکنیزو کمیسیونونو د غوره شویو غړیو وروستی لېست، ژر اعلان شي.
ارگ - ریاست جمهوری