لویې څارنوالۍ په دې بنسټ کې د اصلاحاتو راوستو سره ژمنه کړې ده چې د فساد لويې دوسیې به څېړي.
لوی څارنوالې په یوه بې مخینه ګام کې د دغه بنسټ یو شمېر چارواکو او کارکوونکو کې د ادلون او بدلون لاس پورې کړی دی. د دغه بنسټ ویاند وايي چې د دغو سموونو په راتلو سره به د فساد سترې دوسې هم وڅیړل شي.
د ولویې څارنوالۍ ویاند، بصیر عزیزي واويي:«لکه څنګه چې لوی څارنوال خلکو ته ژمنه کړې ده چې د افغانستان لویې څارنوالۍ په ادارې کې به بدلون راولي، له ژمنې سره سم په ښکته او پورته کچه اصلاحات روان دي.»
اخوا دحقوق پوهانو د ټولنې چارواکي د دغه بنسټ په چارو کې د ولسي جرګې دغړو لاسوهنې ته اشاره کوي او ايي تر هغه چې د ولسي جرګې غړي د دغه بنسټ په چارو کې لاسوهنه کوي او دغه لاسوهنه پایته ونه رسیږي نو په لویه څارنوالۍ کې به اصلاحاتو راوستل ګران کار وي.
د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنې رئیس، عبدالغیور برسام وايي:«آيا څارنوالي کولی شي چې داسې کار ترسره کړي او فساد له منځه یوسي او اصلاحات رامنځته کړي چې خلک يې تمه لري؟ د نفوذ اعمال د زورواکو، په ځانګړې توګه د حکومت او ولسي جرګې له خووا باید پایته ورسېږي.»
کارپوهان په دې باور دي چې په دولتي ادارو کې په ځانګړې توګه په عدلي او قضايي ادارو کې د اصلاحاتو په راوستو کې د حکومت ناتواني د دې لامل شوې چې خلک د حکومت پر کړنو لږ باور ولري.
د سیاسي چارو کارپوه، محمد آصف بکتاش وايي:«کله چې څارنوال وکولی شي اصلاحات رامنځته کړي، د حکومت مال د زورواکو په ځانګړي توګه د پارلمان د غړو له خوا اخیستل کېږي.»
ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه داسې نظر لري.
د ولسمشر د ویاند مرستیال، سیدظفر هاشمي وايي:«د افغانستان حکومت په بېساري توګه پر فساد د ککړو کسانو کار پیل کړ او د اداري فساد سره د مبارزې سره د حکومت عواید ۲۱سلنه زیات شوي دي.»
کارپوهان وايي تر هغه چې حکومت په هېواد کې د فساد سترې دوسيې ونه څېړي او په فساد ککړ کسان محکمې ونه ليږي، تر هغه به خلک له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت پر کارکړنو باور ونه کړي.