دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 120974
دملي طرحو په سرته رسولوکې دحکومت دمـ غنیمتي!
دکرزي دحکومت په ناکامۍ اوفسادهېڅوک تردید نه لري، پردې ټکي همـ ټول پوهېږي چې فساد، داوسني حکومت په اداره کې، دپخواني حکومت ریښه لري.
پخوانیوویلي چې:« خشت اول ګرنهدمعمارکج× تا ثریا میرود دیوارکج»

یا:« که لمړۍ خښته معمارکېږي کږه× ثریا پورې به درومي ډارسره»

نولمړنۍ خښته دکرزي په حکومت کې کږه کېښودل شوه، نن اوحتا سبابه همـ دحکومت دېوال کوږ وي، یوه له هغو کږو خښتوڅخه چې کرزي کېښودې،حکومت ته قومیتي کتنه وه.
هغه به کېدای شي پوهېده چې دیوملي اتل هرمره توانايي اواستعداد، نه لري، لدې کبله او دقومیت په مطرح کولو اوپه قومي سیاست کولوباندې يې، په له حده ډېر ټینګارسره هڅه وکړه څو لږترلږه، دیومحلي اتل په صورت اوقواره تبارزوکړي. له دې کبله هغه دخپلو اسلافوزیات په قومیت باندې ټینګاروکړ، قومي بنسټونوته يې وده ورکړه اوالوتونکي يې کړل. برعکس، ملي اومدني نهادونه يې کمزوري کړل، خولدې ټولوناکامي ګانو، مروجو اومرسوموکږو وږولاروچاروسره سره، دهغه ځینې عامیانه حرکتونه دستایلووړدي. دده له، غولوونکوحرکتونو څخه یو، دهغوامارواورقامو د رپورټ وړاندې کول ووچې هرکال، دحکومت دکابینې پواسطه خلکوته وړاندې کېدل.

سره لدې چې وړاندې شوي اماراوارقامـ، هېڅ یوصادقانه، نه ؤاوخلک پوهېدل چې دارقامووړاندې کول، دخلکو دمشغول ساتلواوهمـ دخلکو له نظراوقضاوت څخه دحکومت دواقعي څېرې پټ ساتل دي، خودهغه یوازې عمل دتقدیرولو وړؤ اوکه بهترې څېړنې اوبهترتعقیب سوته رسېدل اوداقاعده عملي کېدله، ښه اوګټوره پایله به ېې په لاس راوړله.

دملي یووالي حکومت خوخلکو ته له حساب ورکولوڅخه ځان بې نیازه ګڼي، له یوکال څخه ډ‌ېره موده کېږي چې دقدرت په ګدۍ ناست دی، تراوسه يې هېڅ حساب نه دی ورکړی، تردې پورې چې دحکومت په مخکې پرتې ستونځې يې همـ خلکومخې ته نه دي ایښي.
کرزي په کله کله خلکوته دزمري خطاب کاوه او بهرنیان به يې دزمري له مخامخ کېدوڅخه وېرول!

دملي یووالي حکومت خو؛ نه یوازې داچې خلکوته دالقابواوعناوینوله ورکولوڅخه ډډه کوي چې حتا ډله ایزې رسنۍ همـ خپلې محرمې نه ګڼي اودهېوادستونځي خلکو سره نه مطرح کوي!!

دځېنو پروژوناکامي، خلکوته نه ویل کېږي.

دلارې تللوله یرورژو څخه یوه پروژه چې دکرزي دحکومت پرمهال پېل شوه اوفیصله داسې وه چې اوسنی حکومت به ددغې پروژې دپلې کولو اوختمولو ویاړ په غاړه لري اوهغه دالکترونیکي تذکرو توزیع پروژه وه، داپروژه دملي یووالي دحکومت له خوا شاته ولوېده، پایله يې حکومت ته دبدګمان اوبدبینۍ له له احساس پرته بل څه نه وو.حکومت، دهېوادوالو دبې شمېره پوښتنو په مقابل کې سم اومناسب عکس العمل ونه ښوده او دخلکوبې شمېره پوښتنوته يې بېخي ځواب ونه وایه!!!

دغې پروژې ډېر بې چمه سرمایه، دافغانستان دکمزوري حکومت پربودجې تحمیل کړه، پراخې او اوږدې ادارې جوړې شوې، بې حسابه او بې کتابه تويې شوې اوشیندل شوې پېلسې ولګېدې، خوبېله هېڅ نتیجې شاته ولوېدې!

سره لدې ټولوهغومادي اوانساني بود جواوسرمایوچې ولګېدې، نن، دهغې پروژې دعملي کولوهيڅ کومه نښه شتون نه لري. اوس همـ چې یوې ډلې، داصلاحګرې ډلې په عنوان، دموجودیت اوشتون اعلان کړی، دټولو شیانوداصلاح يې ویلي، پرته دالکترونیکي تذکروله وېش څخه؛ ګویا داپروژه، دهغوئ دسیاسي دیدله نظره همـ له مناسب اهمیت اوځای څخه برخورداړه نه ده، فکوکوي چې دایوه لوکسه اوپه کارنه راتلونکې پروژه ده!

خوحکومت پوهېږي چې دتذکري چې دتذکرې ویش، دهېواد دنفوس دشرشمېرنې لپاره سرېزه ده اوسرشمېرنه همـ، په هرهېوادکې دپاېدارې پراختیاله مهمورکنونوڅخه یورکن دی.

دباورمنواومتیقنوارقامو اوشمېرنو، ددوامدارې پراختیالپاره، دیولاروهوتکي قانون تدوین ممکن ندی، ددې پروژې شاته غورځول یاهغې ته، نه پاملرنه، پدې معنادی چې حکومت دهېواد دپراختیاپه لارکې، دهېڅ لارې دجوړښت فکرنه لري. دځېنو کمـ عقلو قومیت غوښتونکو سطحي اوبې بنسټه اعتراضونه، دیوې لړې ملي پروژې دشاته غورځېدولامل شوه.

دحکومت بل اړخ چې اعلان کړی ؤ، دتذکرې توزیع (ویش) به له هېڅ درنګ اوځنډپرته عملي شي، له خپل ځای څخه وروسته کښېناست، دولسمشرغني دفرمان په مقابل کې يې، هېڅ مناسب عکس العمل څرګند نه کړ، ته به وايې چې دحکومت دواړو لوریو، دتذکرې له توزیع او همدارنګه دافغانستان له پراخیتا څخه لاس وکژښ اوڅو ورځې دمه يې غنیمت وګڼله.

دالکترونیکې تذکرې دویش شاته غورځول، په ذهنونوکې ډېرې معناګانې راوسپړلي. یو بل هغه ؤچې دملي یووالي حکومت، سره لدې چې ډېرې لافې شافې يې وهلې اووهې يې، دملي لویوپلانونو دپلې کولولپاره څه عزمـ نه لري اوحکومت خاماخا پوهېږي چې ملي پراختیا دملي عزمـ او ددې ډول پروژو په مخ کې له ستونځوسره دمبارزې نیازمنددی. خو په تاسف سره باید ووایوچې حکومت ښودلې چې نه ملي عزمـ لري اونه ددې ډول پلانودعملي کولولپاره څه اراده شته؟

هغه بله پروژه چې حکومت ته ېې دوجهې یاکسب یاګټنه وکړه او دحکومت لپاره يې آبرو وګټله، دټايې دپروژې لاسلیک دي.

که ددې پروژې عملي کېدلوته دنوروپروژپه قیاس وکتل شي، بایددهغې عملي کول ردشي، هغه یوه ناکامه پروژه وګڼل شي چې دګاونډ یا نوله حساستیونوپرته به نورڅه پې زیات نه شي اوخلکوته به له ډېرې دښمنۍ پرته څه په لاس ورنه شي.

امکان لري وویل شی څرنګه چې ددې پروژې لګښت دبهرنیانوله خواورکړل کېږي، دهغې عمل کول به څه سخت کارنه وي، خوکه دغه پوژه، دیوې ملي پروژې په عنوان، په نظرکې ونیول شي، هماغه ستونځې اوسختۍ به ولري، چې هره پروژه کولای شي ورسره مخامخ شي. هغه څه چې دملي یووالي حکومت يې نه لري، یوازي بودجه، نه ده، بلکې دملي عزمـ اوارادې نشتوالی دی چې دملي یووالي دحکومت په لاس کې نشته!!!
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyuaz5t1ar32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته