دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 53977
ولسمشر اوباما باید له طالبانو سره د خبرو موقع له لاسه ورنکړي
*د امریکا د دفاع وزیر **لیون پنیتا**: له افغانستان سره زموږ ژمنه او ملاتړ
دوامدار دی*

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا د افغانستان د اسلامي
جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره له کتنې وروسته په یوه ګډه خبري ناسته کې یو ځل
بیا له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې د قوي ژمنې او ملاتړ د دوام ډاډ څرګندکړ.

ده چې پرون شپه په ارګ کې د افغانستان له جمهوررئیس سره په ګډه خبري ناسته کې
خبرې کولې وویل، له افغانستان سره زموږ ژمنه او ملاتړ دوامدار دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو هغه سند چې د امریکا او افغانستان د جمهورو رئیسانو لخوا لاسلیک شو دا ښکاره کوي چې امریکا له افغانستان څخه مخ نه اړوي او له ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپلو مرستو او حضور ته دوام ورکوي.

د امریکا د دفاع وزیر وویل، موږ له تاریخ څخه زده کړي دي، دواړه هېوادونه اوس د امنیتي همکاریو د سند په اړه له یو بل سره کار کوي، دغه سند به زموږ د ژمنې شرایط او زموږ اوږدمهاله حضور وټاکي.

ده وویل چې جمهوررئیس باراک اوباما حامدکرزي ته بلنه ورکړې چې د نوي میلادي
کال د جنورۍ په میاشت کې امریکا ته سفر وکړي ترڅو د امنیتي سند په باب له یو
بل سره خبرې وکړي.

دغه بلنه، د سپټمبر په میاشت کې د هغه ویدیویي کنفرانس له مخې ورکړل شوې ده چې
په هغه کې دواړو جمهورو رئیسانو پرېکړه کړې وه چې د یو شمېر مهمو مسألو په اړه
به په واشنګټن کې سره وګوري.

د امریکا د دفاع وزیر وویل: نن غواړم د امنیتي مسوولیتونو د ترلاسه کولو او په خپل لاس د خپل هېواد د اداره کولو په خاطر د افغانستان د خلکو د ارادې او هیلې لپاره د امریکا قوي ژمنه او ملاتړ څرګند کړم، ځکه دا هغه موخه ده چې موږ یې د نړۍ له شاوخوا ۴۹ هېوادونو سره یو ځای د ترسره کېدو لپاره مبارزه کوو.

ده وویل زموږ موخه له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته ده چې هغوی وکولای شي د
خپل هېواد بشپړ امنیتي مسوولیتونه په خپله غاړه واخلي، دا هغه ستراتیژی ده چې
امریکا او نړیوالې ټولنې یې تل ملاتړ کړی دی.

لیون پنیټا زیاته کړه: افغان امنیتي ځواکونو دا ثابته کړې ده چې هغوی کولای شي
د خپل هېواد امنیتي مسوولیتونه پخپله غاړه واخلي او هغه په ښه ډول ترسره کړي.

د امریکا د دفاع وزیر وویل: موږ د افغان امنیتي ځواکونو د رهبرۍ پر انکشاف، پلان جوړونې، لوژستیکي او تدارکاتي اکمالاتو باندې ټینګار کوو ترڅو هغوی داسې و روزل شي چې عمده او پیچلي عملیات ترسره کړي.

لیون پنیتا وویل: موږ له پاکستان سره په ګډه کارکوو ترڅو د هغه هېواد په خاوره کې د تروریزم د ننګونو او د تروریستانو د امن لرونکو پټنځایونو پر له منځه وړلو بریالي شو.

د امریکا د دفاع وزیر په دغه خبري ناسته کې حامدکرزی یو ځواکمن رهبر وباله،وې ویل: امریکا حامدکرزي ته چې هېواد یې د څو لسیزو جګړو له میراث څخه وژغوره، ژور احترام لري.
حامدکرزي لیون پنیتا ته د ښه راغلاست په ترڅ کې هغه د افغانستان ښه دوست
وباله، وې ویل د دوی کتنه په ډیره صمیمي فضا کې ترسره شوه او دواړو لورو د
ستراتیژیکو همکاریو، امنیتي تړون، په افغانستان کې د امریکا د زندانونو، د
ملي اردو د سمبالتیا او د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه مثبتې خبرې لرلې.

لیون پنیتا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: که څه هم موږ به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړو، خو له افغانستان څخه به خپل قوي ملاتړ ته دوام ورکړو.

ده وویل، موږ په پاکستان کې د تروریستانو د امن لرونکو پټنځایونو په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره تل خبرې کړي دي او ورته ویلي مو دي چې تاسو مسوولیت لرﺉ
چې په دې باب اقدام وکړﺉ.

د امریکا د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې دا د نړیوالې ټولنې دنده ده چې پر پاکستان
باندې په دوامدار ډول فشار راوړي چې د تروریستانو پټنځایونه له منځه یوسي.

حامدکرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل،  امریکا ته په امنیتي تړون کې امریکایي ځواکونو ته د قضایي مصؤنیت مسأله ډیره مهمه ده، نو د افغانستان د خلکو لپاره هم د خپل هېواد حاکمیت ته درنښت، د ملي اردو او د افغان امنیتي ځواکونو روزل او پیاوړتیا او په افغانستان کې د پردیو زندانونو د تړل کېدو موضوع د اهمیت وړده.کله چې د افغانانو شرایط ومنل شول، نو زه به خپل ولس ته مراجعه وکړم او د امریکایي ځواکونو د مصؤنیت مسأله به ورسره مطرح کړم.






سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciy3aw.t1apy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته