دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 81465
ولی امریکا په افغانستان کی دایمی پوځي اډي غواړی
غرب دپخوانیو صلیبی جګړو په څیر داسلامی هیوادونو داشغال کولو او دهغوی دطبعی شتمنیو دتالاکولو په مقصد دتروریزم ، هستوی وسلو او بشري حقوقو ترعنوانونو لاندی نوی صلیبی جنګ شروع کړ.
که تاریخ ته ځیر شو پخوانی صلیبی جګړی هم دعیسوی پاپانو له خوا تر مختلفو عنوانونو لاندی پیل شوی چی اصلی هدف یی دمسلمانانو ختمول وه خوشبختانه چی په اخرکی دصلیبیانو په تباهی سره پای ته رسیدلی دی.
غربی صلیبیانو مخکی له دی چی په افغانستان حمله وکړی دپاکستان نظامی او استخباراتی اداری یی په نغدو پیسو واخیستی لکه دپولیسو اداری، استخباراتی اداری او وسلوال پوځ چی په افغانستان دحملی په وخت کی یی ددوی شه ملاتړ وکړ چی لمړی یی دافغانستان لوی سفیر ته دسفارت په ودانی کی لاس ورولچک کړل او امریکایانوته یی وسپاره په دی ترتیب یی ډیر جهادی قومندانان لاس
تړلی امریکانانوته ورکړل چی هغوی اکثریت اوس هم په ګوانتاناموکی دبند شپی سباکوی، په عراق دحملی په وخت دمصر دولت امریکایانو واخیست او دعراق په نیولو کی یی دامریکا کلک ملاتړوکړ.
لمړی-لمړی دتروریزم ترعنوان لاندی په افغانستان حمله: تروریزم دامریکا تولید ده او له هغه ځای څخه سرچینه اخلی ځکه چی په ۱۹۶۳ دنومبر په ۲۲ نیټه دامریکا جمهور رئیس جان اف کینیډی ددالاس تکزاس په ایالت کی ترور شو چی عامل یی تر نن ورځی پوری عامو امریکایانو ته معلوم نه شو، دپاکستان جمهور رئیس ضیاالحق له امریکاڅخه په راتلونکی الوتکه کی ترور شو، دلیبیا په پخوای مشر ابومینار قضافی تروریستی حمله او داسی نوری ډیری تروریستی
پیښی خپله په امریکا او نوره نړی کی امریکایانو په مختلفو وختونوکی ترسره کړی دي بله نړیواله تروریستی پیښه یی د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپټمبر په ۱۱ نیټه داسلامی هیوادونو دنیولو په خاطر په خپل هیوادکی دننه په نړیوالو سوداګریزو مرکزونو ترسره کړه چی په نتیجه کی نړیوال سوداګریز مرکزونه په بشپړه توګه ویجاړ او قربانیا یی یوازی بهرنی وګړی ول نړیوالو عاقلو خلکواو سیاستمدارانوته څرګنده ده چی یوډیر کوچیی، ضعیف او په خپلوکورنیوجګړوکی ښکیل شرقی ملک(افغانستان) په هیڅ امکان او صورت سره په یولوی پرمختللی غربی هیواد باندی داسی لوی بریدونه کول څه چی طرحه کول یی هم ورته ګران دی ځکه چی امریکا دافغانستان دهغه وخت ددولت تر عمومی بودیجی په سلګونه چنده زیاته بودیجه صرف په استخباراتی او جاسوسی چارو مصرفوله.
دوم-دهستوی وسلی ترعنوان لاندی په عراق حمله: په عراق حمله دټولو نړیوالو سیاسی، دیپلوماتیکو او نظامی قوانینو خلاف په عراق یرغل وکړ چی په اخر کی کومه هستوی وسله او اثار یی هم ونه موندل شول په لکونوخلک یی ووژل هغه ملک یی په دایمی کورنی جګړه کی ښکیل کړ په اخر کی دتروریستانو مشر بش وویل چی په عراق کی زما استخبارات ناکامه شول دهغه ملک طبعی زیرمی یی ترخپل کنترول لاندی راوستلی او دتالاپه حال کی دی.
دریم- دبشری حقوقو ترعنوان لاندی په لیبیا حمله : لیبیا چی دنفتو له نظره یو غنی ملک دی غربی صلیبیانو ددی ملک دنفتو د تالاکولو په بهانه په هغه هیواد حمله وکړه دلیبیا دولت یی نسکورکړ طبعی زیرمی یی ترخپل کنترول لاندی راوستی هغه ملک یی په داخلی جګړوکی ښکیل کړتردی چی څو اونی مخکی یوی عربی ویب پانی دهغه ملک د لمړی وزیر داختتاف خبر نشر کړ، په غربی بمباریوکی په لسګونه زره بی ګناه ملکی خلک شهیدان شول .
داټولی حملی چی غربیانو په اسلامی هیوادونو وکړی دپورته عنوانو له مخی
هدف یی یوازی داسلامی هیوادونو اشغال او دهغوی دطبعی زیرمو تالا کول دي.
که بشری حقوقو ته ځیر شو چی دوی یی چیغی وهی او لیبیا یی په دی نامه اشغال کړه په افغانستان کی بشری جرمونه چی صلیبی لشکرو وکړل ټولوخلکو په راډیو، تلویزونونو او نورو چاپی رسنیوکی لیدلی لکه د کنړ، کندهار، اروزګان، ننګرهار، غزنی، کندز، هلمند اوداسی نورو ولایتونوچی د ودونوبمباری، دشپی په کورونوحملی او سوځول، په غرونوکی خس ټولونکی
بمبارول، بزګران اوداسی نوروخلکو شهیدانول چی په هغوی کی دافغانستان پولیس اوپوځی عسکر هم شامل ول شاهدی ورکوی، په برماکی دبودایی دولت لخوا په ډله ایزه توګه دمسلمانانو وژل او سوځول ددی په بدل کی له هغه حکومت سره ددوی مرستی پیلیدل په مصرکی د اسلامپاله ډلو دحق غوښتونکو مظاهره کونکو ډله ایزه وژنه او له هغه نامشروع حکومت سره ددوی دمرستو زیاتیدل او ترخپل استعمارلاندی عربی ملکونه دهغوی سره مرستوته تشویقول، داپیښی په دی خاطر درنولوستونکو ستاسو مخ ته ژدم چی ټول
مسلمانان ځانونه پوه کړی چی دا جنګ دنورو صلیبی جنګونو تعقیب ده خاص داسلام په خلاف ده.
دامریکا دایمی اډی په دی معنی دی چی امریکایان نور په افغانستان کی شریک دی د امریکایانو تګ راتګ به افغانستان ته دخارجی سفر په معنی نه بلکی داخلی سفر به بلل کیږی په افغانستان کی میشت امریکایی پوځی او ملکی مامورین به په افغانستان کی فامیلی استوګنه لری او ټول مصارف به یی لکه دعربی اشغال شویو ملکونو له افغانی منابعوڅخه اجراکیږی لکه د سعودی عربستان ، متحده عرب امارات، کویټ اوداسی نورو هیوادونو.
دافغانستان دولتی دستګاه به په خپل کنترول کی ساتی لکه د یادو عربی هیوادونو نظامی او استخباراتی اداری به په خپله خوښه دمسلمانانو اواسلام په خلاف استعمالوی، افغانی سوداګریزی او تولیدی منابع به په خپل لاس کی اخلی لکه دیادو عربی هیوادنو په اصطلاح زمونږ ټول دولتی سیستم به ددوی په اختیارکی وی په هغه وخت کی به افغانستان بیا دهیڅ ډول اقدام کولو توان ونه لری.
لنډ او شکاره نمونه یی دا اوس په نږدی شپوکی معلومه کړه چی دفغانستان جمهور ریس وویل چی دا تړون زه نه امضا کوم ترڅوچی امریکایان مونږته دسولی امن او دکورنو دشپی لخوا دنه تلاشی اوبیګناه خلکو دنه وژلو تضمین رانه کړی په ځواب کی صلیبیانو دافغانستان په نظامی ادارو تیل بند کړل بله ورځ به معاش ورباندی بند کړی په دی ترتیب سره دولت ړنګولی شی ، امریکا ټول ترخپل استعمارلاندی دولتونه داسی جوړ کړی چی په کومه ورځ وغواړی سقوط یی ړی په هغه ورځ یی سقوط کولی شی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbsabw.rhb80p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته