دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۵۷
د مطلب کود : 88496
دحضرت فاطمةالزهرا دشهادت شپې ورځې
دوستانو لکه څنګه چې خبریاست داسلام دګران پیغمبر درحلت نوي ورځې تیرې شوي وې البته دمدینې کوڅې دهغه بزرګوار دشتون د عطرو له بویه ډکې وې او دپیغمبر اکرم جومات هم دهغه بزرګوار په زړه پورې خاطرې خلکو ته وریادولې . ددغه جومات ترڅنګ دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها او دحضرت امام علی علیه السلام له غمونو او دردونو ډک کور ؤ . له یوې خوا دپیغمبر اکرم بیلتون اوفراق اوله بل پلوه دهغه بزرګوار دګرانې لور ناروغي ، غمونو اودردونو دامام علی او دهغه بزرګوار پربچیانو سیوری غوړولی ؤ . حضرت فاطمة الزهرا بی بی دخپل غمجن ژوند وروستۍ شیبې تیرولې . دپلار دبیلتون او رحلت غم ، له فاطمه بی بی څخه کراری او آرامښت اخستی ؤ . دپيغمبر اکرم له رحلت وروسته دمشکلاتو اوپيښو زغمل دومره سخت وو چې دهغې بزرګوارې پاک او لطیف روح ئې کړولی ؤ خو دپلار بزرګوار ژمنې هغه تسکین کوله اوهغه ورسره ډاډمنیدا کیدله . درحلت په وخت کله پیغمبر اکرم هغې ته وفرمایل ، زما خوږې لورې ، له ماوروسته به زما له اهل بیتو ته لومړنی کس وې چې له ماسره یو ځای شې .
دوستانود حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها دژوند په وروستیوکې امام علی او دهغه څلور بچیان دهغې بزرګوار ګیرچاپيره ناست وو . امام علی علیه السلام دخپلې پاکې اومعصومې ماندینې مخ ته کتل او دهغې لنډ البته برکتناک ژوند ئې له نظره تیرید. هغه دپیغمبراکرم هغه خبره یادیدله چې فرمایلی ئې وو ، ائ علی ، فاطمه دما دزړه میوه ده ، په خدآي سوګند، فاطمه زه هیڅکله هم نه یم خپه کړی :.
هغه شیبې په ډير صبر،چپتیا او آرام سره تیریدلی ، حضرت امام علی دفاطمه بی بی ګرم او ناروغ لاسونه په لاس کې کیښودل او هغه ورځ ئې یاد شوه چې فاطمه بی بی هغه ته ویلی وو :، ائ علی جان ، په عین حال کې به له تاسره وم که راحت او آرامښت ولرې نوله تاسره به ژوند وکړم او که په سختیو او مشکلاتو کې ګیر وې ، نو بیا به هم له تاسره وم .
حضرت امام علی علیه السلام له ځان سره فکر کاوه چې فاطمه بی بی پخپلو خبرو څومره ښه عمل وکړ . دفاطمه بی بی ماشومانو هم په اوښلنو سترګو سره دمور شاوخوا ژړا کوله او په تیرو وختونوکې ئې دهغې ترڅنګ په خاطراتو غور کاوه ،حضرت زینب بی بی لیدلي وو چې مور بزرګوارې ئې هیڅکله هم کوم اړمن کس له خپل کوره بې ځوابه نه ستناوه . حضرت امام حسن هم لیدلی وو چې موربزرګواره ئې څرنګه په فصاحت او جراءت سره د خلکو دحقیقت دسرچینوسره لارښونه کوله .
دوستانو حضرت امام علی دخپلې پاکې ماندنې په غوږکې وویل ، ائ فاطمه ،دستاوجود دمالپاره دتسلۍ وړ دی ،تا زه هیڅکله هم نه یم خپه کړی او ماهرکله هم چې تاته کتل نو ټول غمونه به مې هیریدل بې شکه چې ته د محمد دامت یوه غوره میرمن ئې .:
حضرت فاطمةالزهرا خپلې سترګې پرانیستې ، دخپل خاوند او بچیانو پر لور ئې مهربان نظرواړوه ،ګواکې غوښتل ئې خپل وروستي وصیتونه خپل خاوند ته ورسوي ،چې دهغې دبچیانو خیال ساتي او هغه بیا له هائ هوئ پرته دشپې مهال دنورو له سترګو لیرې خاورو ته وسپاري .
دامام علی پر وجود دغم وریځو سیوری غوړولی ؤ هغه بزرګوار جومات ته لاړ ،څو ترڅودقیقو لپاره له خداي تعالی سره راز اونیاز وکړي . څه وخت نه ؤ تیر چې دحضرت فاطمة الزهراسلام ا... علیها دملکوتی الوت نیټه راورسیده،هغې بزرګوارې خپلې سترګې دآسمان وخواته واړولې او وې ویل ، سلام پر جبرائيل ، سلام دخداي پر پیغمبر ، دا چې دآسمان ملائکې دلته راغلي دي او پلارمې فرمائي ، زما لورې زما په لور په بیړه راځه ، هغه څه چې دتاپه وړاندې دي دتالپاره لا نیک او ښه دي ، سلام وي پرتا ائ پلاره او سلام وي دتاپرریښتینو ژمنو :.
په دغه وخت کې حضرت فاطمه بی بی دفرښتو پر ورزرو دخپل معبود په لور الوت وکړ ،کله علی کور ته بیرته ستون شو نو هیڅ توان ئې نه درلود څو ودریږی غمونو پرې زور کړی ؤ ، دبې بی فاطمه سلام ا.... علیها دجنازې په لیدو سره ئې هغې ته وفرمایل :،
له تاوروسته په نړۍ کې هیڅ خیر او ژوند نشته او زه ددې لپاره ژړیږم چې ویریږم له تاوروسته زما ژوند اوږد شي .
په دې توګه دیولسم هجری قمری کال دجمادی الثانی په دریمه نیټه د اسلام دګران پیغمبر ګرانې لور حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها له نړۍ سترګې پټې کړې ، په داسې حال کې چې ډیرزیات تل پاتې ارزښتونه ئې پریښودل.
دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها دشهادت د کلیزې په مناسبت د پیغمبر اکرم داهل بیت علیهم السلام ټولو مینه والو ته یو ځل بیا تسلیّت وړاندې کوو.
حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها یوه داسې لویه میرمن ده چې یاد اوسیرت به ئې تر ابد پورې دحق غواړو لپاره رڼا وي . حضرت فاطمه بی بی له اتلسو کلونوزیات عمر ونکړ خو دهراړخیزوفضایلوډک یو انسان ؤ . دغه لویه بی بی دهستۍ اوخالق داسې درک ته رسیدلې وه چې وتوانیده په لوړې لاره کې دنیکمرغۍ دژوند معیار اوبیلګه شي . دپروردګار معرفت د هغې له وجود سره بشپړڅرګند ؤ په دې توګه چې په ژوند کې ئې له هغه او د هغه له رضا پرته په بل څه فکر نه کاوه . پیغمبر اکرم دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیهاپه دغه ریښتني عشق ګواهي ورکوي او خپل یوه صحابی او ملګری ته فرمائي :، ائ سلمان ، خداي پاک دفاطمه ټول وجود ،زړه اوروح له داسې ایمانه ډک جوړکړی چې هغې د خداوندمتعال دبندګۍاواطاعت لپاره ځان له هرڅه آزاد کړی او خپل ټول وجود ئې دخداي تعالی دعبادت اواطاعت ته وقف کړی دی .:
دحضرت فاطمه بی بی لوړ روح ددنیا له ښکلاؤ او زیورونو جلاؤ . دامام علی او حضرت فاطمه په کور کې اضافی او ګران بیه شیان او وسایل نه موندل کیدل . په عین حال کې یو داسې کور ؤ چې له عشق ،ایمان او صفاډک ؤ او دحق دپوره کیدا لپاره هڅه ،عدالت غوښتنه او ددندو د ترسره کولو روحیه پرې واکمنه وه . فاطمه بی بی یوه با تقوا اوزاهده میرمن وه ، البته ددنیا دپریښودو په معنا هم نه وه بلکې په دې معنا چې دنیا ونه توانیده دهغې روح باندې قبضه وکړی او هغه دځان اسیره کړي . په پاکوالی کې دهغې په څير بله کومه میرمن نشته . هغه څه چې ترلاسه ئې کول ، د خداي په لاره کې ئې لګول او انفاق او ایثار ئې په روح کې نغښتی ؤیوه ورځ هغه غنیمت چې په هماغو وروستیو کې دامام علی ماندنې ته رسیدلی ؤ ، دخداي درسول لپاره ئې ولیږه . حضرت امام علی هغه غنیمت د اسلام ګران پیغمبر خدمت ته یووړ او دفاطمه بی بی پیغام ئې هم هغه بزرګوار ته ورساوه چې فرمايلی ئې وو :، ائ دخداي پاک پيغمبر ه ، ستالور در باندې سلام وائي او دادب اظهار کوي ، او وائی چې له غنیمتونوزما ونډه دخداي په لاره کې انفاق کړي .:
داسلام ګران پیغمبر دفاطمه بی بی دغه اقدام څخه دومره خوشال شو چې درې ځله ئې وفرمایل :، فداّها ابوها : (یعني پلار پرتا قربان شه )
دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا....علیها چلند اوکلام دومره له ادب اواحترامه ډک ؤ چې د اسماءپه نامې دهغې یوه خدمتګاره وائي ، ما له فاطمه په ادب کې غوره او اوچته یوه میرمن هم نه ده لیدلې ،هغې دحق تعالی په درګاه کې ادب زده کړی دی . کله چې خداي پاک یوآیت نازل کاوه ، او له خلکو ئې غوښتل پیغمبر ته دغږ پر مهال دهغه نامه مه اخلئ :. فاطمه بی بی هم دادب دحکم په اساس پلار ته دخدای د رسول خطاب کاوه تردې چې پیغمبر ورته و فرمائيل :، چې په دغه آیت کې ته نه شاملیږې :.
د کورنۍ په ژوند کې هم دفاطمةالزهرا سلام ا... علیها ادب او مینې د هغې اودهغې دخاوند علی ترمینځ ډير ژور پيوندونه رامینځةکړل چې هیڅکله هم سست نه شول .
حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها درسول دخداي تر څنګ او ترهغه وخته چې ژوندۍ وه ، دخپل خاوند امام علی ترڅنګ ئې دعدالت اوحق د پراختیا لپاره له خپل ټول توانه استفاده وکړه څو داسلام مشال تل پاتې او توانمن پاتې شي . هغه بزرګواره له دندې پيژندونکي لوړ ې روحیې برخمنه وه . حضرت فاطمه بی بی پوهیدله چې ژوند دالهي دندو دترسره کولو لپاره له ټولو ټيټو هسکو سره سره یوفرصت دی . هغه څوک نیکمرغه دی چې په ژوند کې ئې خپله دنده نیکه اوښه ګڼلي وي . او پرې ئې عمل کړی دی . مهمه دا ده چې دژوند په هره شیبه کې ووینو دنده څه شی ده ، او باید څرنګه ترسره شي ؟، په دندې عمل هوښیارۍ پوهې اوبصیرت ته اړتیا لري . حضرت فاطمه بی بی په دغه ډګر کې خپله دنده او رسالت ډير ښه ګڼلی او پيژندلی ؤ . په همدې دلیل ئې په دې لارې کې خپله ټوله ّهڅه کاروله . البته هغه بزرګواره توانیدله په یوه کونج کې کیني او په عبادت لګیا شي ، خو ښه پوهیده چې یوانسان له دې حده لازیات مسئول او پابند دی او دقیامت په ورځ به له ټولو د هغو دخپلو دندو په باب پوښتنه کیږي .
هغې پخپلې پوهې او ژور فکر سره دپیغمبر اکرم له رحلت وروسته جاهلو معیارونو ته دبیرته ستنیدا دخطرناکو نتیجو درک درلود او په دې زمینې کې ئې مسلمانانو ته خبرداری هم ورکړی ؤ . فاطمه بی بی په پوهې او هوښیارۍ سره د ډيرو بوږنونکو او ورانونکو پيښو په وړاندې ودریده او د حق جبهه ئې خالی پرې نه ښودله . هغه بزرګواره بی بی دخدای درسول د بریاؤ دساتلو په لاره کې خنډونو ته تسلیم نه شوه او په جراءت سره ئې داسلام دفاع وکړه .
دحضرت فاطمةالزهرا سلام ا.. علیها یو ارزښتمن یادګار هغه غوره او ښه خطبه ده چې دخداي درسول له رحلته وروسته ئې ترهغه وخته چې د پیغمبر له ژوند وروسته په اسلامی ټولنې کې د درز اوانحراف خطرې ته متوجه شوه ، وړاندې کړه . په دغې خطبې کې داسلام ریښتني څيره معرفی شوې ده . دغه خطبه دهغو کسانو په وړاندې دیوه مشال په څير ده چې غواړي دحق په لاره کې ګام پورته کړي . حضرت فاطمه بی بی پخپلې خطبې کې دانسانیت دنجات لاره دحق له دین سره تمسک او دالهی احکامو په وړاندې مطیع شونې کې ګڼلې د ه . ددغې ارزښتمنې خطبې په یوې برخې کې راغلی دي :،.
: ائ خلکو تاسو داوور اوجهنم دګړنګ پّه ژئ وائ ډير بد ژوند مو کاوه او هره شیبه په تمه وائ چې داسې نه دښمنان پرتاسو له بلې خوا حمله وکړي او بندیان موکړي ، تر دې چې خداوندمتعال تاسو دمحمد په لاس کې ورکړي یاست ، هغه دکفر اوشرک تورتم پرتاسو رڼا کړ ، تورتمونه ئې ووینځل او دتیارو له دوړو ډکو سترګوته ئې رڼا ډالۍ کړې :.
دوستانو په دې ورځې داسلام ددغې لوئې اوپاکې بی بی پر پاک وجود په درود اوسلام لیږلو سره دخداوندمتعال په درګاه کې غواړو چې مونږدې دپاکو اوصالحو انسانانو پرروښانه اوله فضیلت ډکې لارې روان کړي او له نیکمرغه ژونده موبرخمن کړي
السلام علیک یا فاطمةالزهرا ،یا سید ةنساء العالمین
سلام وي پر تا ائ فاطمه بی بی ، ائ د دواړو عالمینو دمیرمنو سردارې ، دتا پرآسمانیّت او لوړمقام درود اوسلام استوو او دخداي په درګاه کې سوال کوو چې داسلام دګران پیغمبر دپاکو اهل بیت علیهم السلام په پاکې لارې دتلو توفیق راکړې او له نیکو کسانو کې موشمارکړې
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcce0q4.2bq4o8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته