دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 102075
جمهور رئيس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي نيکولاس هېسم سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حاضر و، د ملګرو ملتونو د فعالیتونو او له افغانستان سره د هغوی د مرستو په اړه بحث وشو.
غونډه په دې پایته ورسېده چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د وروستيو انتخاباتو په ګډون د خپلو ټولو فعالیتونو په اړه تفصيلي رپوټ وړاندې کړي، ترڅو د افغانستان حکومت د همدغه رپوټ په رڼا کې خپل هر اړخیز تحلیل ترسره کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca0un6m49nww1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته