دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 102894
لویه څارنوالي وايي د محمود کرزي او حسین فهیم شتمني کنګل شوه

تاند- د افغانستان لویې څارنوالۍ د کابل د بانک د پور د نه ورکولو په خاطر د محمود کرزي او حسین فهیم شتمنۍ کنګل اعلان کړې.
د لویې څارنوالۍ ویندوی بصیر عزیزي د سې شنبې په ورځ وویل چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هغه د فقید مرستیال مارشال قسیم فهیم د وروڼو تر څنګ د عبدالغفار داوي شتمني د استیناف محکمې له پرېکړې وروسته کنګل شوه.
محمود کرزي وویل چې محکمې له دې سره سره د ده د شتمنۍ د کنګل کولو پرېکړه کړې چې ده پور ورکړی دی.
دلویې څارنوالۍ په وینا حسین فهیم او عبدالغفار داوي تیار شوي چې پور پرې کړي.
په همدې حال کې د لویې څارنوالۍ ویندوی وویل، که د افغانستان بانک پخوانی ريیس او د نوي کابل بانک مشر محکمې ته حاضر نه شول، ممکن د مالیې سرپرست وزیر حضرت عمر زاخېلوال محکمې ته احضار کړي
عزیزي وویل چې د دواړو بانکونو ريیسان حاضردمه له افغانستانه دباندې دي. او هغوی د حضرت عمر زاخیلوال په ضمانت خوشي شوي دي.
دکابل بانک په قضیه کې ۸۵۰ ملیون ډالره د بانک د چلوونکو او یو شمېر چارواکو او د هغوی د خپلوانو له لوري وهل شوي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjh8evxuqeyoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته