دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 105808
میا صیب د عربستان په خلاف د ریاض حسین پیرزاده په سپینو خبرو خفه شوی
د پاکستان وزیراعظم د سعودي عربستان په خلاف د صوبو ترمینځ د غږملتیا د وزیر سپینو او ترخو خبرو ته غبرګون وښوده.
تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې نواز شریف په اسلامي نړۍ په تیره بیا په پاکستان کښې د بې ثباتۍ زیاتولو ته د عربستان د لمن وهلو په هکله د ریاض حسین پیرزاده له څرګندونو اندیښنه وښودله.
خو ریاض حسین پیرزاده ویلي چې یوازې حقیقت یې بیان کړی او که نواز شریف وغواړي نو استعفا به ورکړي.
د پاکستان د صوبو ترمینځ د غږملتیا وفاقي یا فیډرل وزیر د اسلامي نړۍ په بې ثباته کولو باندې د عربستان په تورنولو سره ویلي وو چې دغه هیواد د خپلې آئیډیالوجۍ یعنې وهابیت د دودولو لپاره د مالي مرستو له لارې د اسلامي نړۍ په تیره بیا د پاکستان د ناامنه کولو په تکل کښې دی او اوس وخت رارسیدلی چې پاکستان ته د عربستان د پیسو د راتګ مخه ونیسو.
یاده دې وي چې د پاکستان وزیراعظم له سعودي عربستان او آل سعود کورنۍ سره نزدې اړیکه لري.
د پاکستان ډیر سیاستوالان او د پارلیمان استازي باوري دي چې عربستان، په پاکستان کښې د ځینو دیني مدرسو زیاتره مالي اړتیاوې پوره کوي او په دغه ډول مدرسو کښې زده کونکو ته معمولاً داسې افکار او عقاید تدریسیږي چې د افراط پالنې او تشدد په لور د هغوي د ذهن او فکر د ټیل وهل کیدو سبب ګرځیدې شي.
سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې سعودي عربستان او یوشمیر لویدیځ هیوادونه د اسلامي نړۍ د ناامنۍ او ډیرو نورو ستونزو عاملان دي او د داعش او النصره په شان ترهګرو ډلو سره په مالي او پوځي مرستو سره د بیګناه خلکو په وژلو کښې ډیر مهم رول لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchvmnz623nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته