دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۰۷
د مطلب کود : 109824
د بدخشان د پېښې په اړه د اجرایوي رییس د خواخوږۍ پيغام
 افغانستان بیا د ویر په ټغر ناست دی. دا ویر په بدخشان کې د کابو ۳۳ افغان پوځيانو د شهادت له امله دی. په بدخشان کې له وسله والو مخالفانو سره په نښته کې ۳۳ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي، ټپيان او یا هم تري تم شوي دي.
زه د افغان امنیتي ځواکونو شهادت، چې تل یې له هېواد، ناموس او خاورې نه دفاع او سرښندنې کړي، هغوی ته مبارک وایم. هغوی خپل سرونه د اسلامي، ملي او هېوادنیو ارزښتونو نه په دفاع کې نذرانه کړل. د دوی دا سرښندنه او مېړانه د ستایلو وړ ده.
د افغانستان دښمنان باید په دې وپوهېږي، چې په دې ډول بېرحمانه وژنې سره نشي کولای د افغان امنیتي ځواکونو مورال او روحیه کمزورې کړي. بلګې د دې برید درنه بیه به پرې کړي. افغان امنیتي ځواکونه او د ملي یووالي حکومت به د خپلو امنیتي ځواکونو وژونکي او قاتلین هېڅکله ونه بښي. بلکې خپلو سرتېرو ته سپارښتنه کوي، چې د هغو کسانو پر وړاندې له سخت دریځ او چلن نه کار واخلي، چې امنیتي ځواکونه وژني.
د دا ډول جنایت ترسره کوونکي باید په دې وپوهېږي چې افغان امنیتي ځواکونه د افغان ملت ملاتړ له ځانه سره لري او لرې نه ده چې د دغو شهیدانو وینې رنګ راوړي.
زه بدخشان د شهیدانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي شریکوم، شهیدانو ته د جنت فردوس غوښتنه کوم. له خپل ملت سره ژمنه کوم چې د دې نه بښوونکي جنایت عاملین به په خپلې سزا رسېږي.
https://avapress.com/vdcj8hevxuqeyoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته