دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 111684
د کابل د پېښې په اړه د اجرایوي رییس د خواخوږۍ پيغام
 له بده مرغه چې یو ځل بیا د افغانستان دښمنانو په کابل ښار کې په یوه جنایت لاس پورې کړ. پرون نهه بجې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د هوا شناسۍ په سیمه کې ځان ته چاودنه ورکړه.
د دې چاودنې له امله دوه مېرمنې شهیدان او د دریو ماشومانو او اتو مېرمنو په ګډون، اتلس تنه زموږ بې ګناه هېوادوال ټپيان شول.
د بې ګناه وګړو هدف ګرځول او په دې ډول بریدونو سره د وحشت رامنځته کول یو نه بښونکی جنایت دی. هېڅکله به افغانان دغه ډول بېګناه او خونړیو بریدونو ته سر ټيټ نه کړي. بلکې په دې ډاډه دي، چې افغان ملت به د دښمن له دې وحشیانه بریدونو نه هم په لوړ سر را ووځي.
زه دا پېښه په کلکه غندم. شهیدانو ته د جنت فردوس او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوم. همدارنګه هغو کسانو ته چې د بریدونو، چاودنو او وژنو له لارې غواړي خپلو شومو موخو ته ورسېږي په ډاګه کوم، چې هېڅکله به له دې لارې خپلو اهدافو ته ونه رسېږي، بلکې امنیتي ځواکونه چې ورځ په ورځ غښتلي کېږي، له خپلو خلکو او هېواد نه به په مېړانې دفاع وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg7q9qtak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته