دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 133304
د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه
  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د کابینې په غونډه کې ټولو وزیرانو ته لارښوونه وکړه، چې په راتلونکو دوو اونیو کې د غور ولایت لپاره په اړوندو وزارتونو کې د راتلونکي انکشافي کال پروګرامونه او د اوسنیو اقداماتو څرګنده بسته چمتو او جمهوري ریاست ته وسپاري.   جمهوررئیس غني وویل، د هېواد لسو بیوزله ولایتونو ته په تېرو کلونو کې کمه پاملرنه شوې ده، چې یو په کې غور دی. هغه ټینګار وکړ چې لسو بېوزله ولایتونو کې به زیات پرمختیايي پروګرامونه پلي شي.    جمهوررئیس په داسې حال کې د کابینې غړي د غور ولایت لپاره د انکشافي پلانونو په ترتیبولو موظف کړل، چې پرون یې دغه ولایت ته په سفر کې مختلفو اقشارو او خلکو سره د انکشافي بستو د ورکړې ژمنه کړې وه.     په دغه غونډه کې، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي اداري فساد سره د مبارزې د سټراټيژۍ پر تطبیق د څار قانون د دولسمې مادې د تعدیل تقاضا چې د پيسو بین المللي وجهي صندوق سره ددغه وزارت یوه ژمنه ده، مطرح کړه.    هغه وویل: دغه تعدیل په دې وروستیو کې د قوانینو په کمېټه کې تائید شو چې د یادې مادې له تعدیل سره د دولتي کارکوونکو مکلفیت جوړیږي، څو خپلې شتمنۍ خپرې کړي، چې د اجتناب په صورت کې به د کارکوونکو معاشونه او نور امتیازات د شتمنیو تر خپرولو پورې تعلیق کېږي، چې کابینې تائید کړ.     د مالیې وزیر د بروکسل کنفرانس راپور، په دغه کنفرانس کې د ۲۰۱۷ ـ ۲۰۱۸کلونو لپاره د حکومت د نویو ژمنو او د افغانستان د پرمختیا او سولې ملي چوکاټ تطبیقي میکانیزم، د ۲۰۱۷ ـ ۲۰۱۸کلونو لپاره د بروکسل کنفرانس د ژمنو تطبیقي پلان وړاندې کړ چې ۲۴ژمنې په کې شاملې دي، چې ۱۵ژمنې يې د افغانستان د حکومت اړوند دي او پاتې نور ۹ژمنې یې بین المللي ټولنې پورې اړه لري.    کابینې له هر اړخیز بحث وروسته دغه راپور تائید کړ، وزارتونه او دولتي ادارې یې موظفې کړي چې د پخواني کنفرانس تر کار لاندې ژمنو د پلي کولو او په بروکسل کې د افغانستان د نویو ژمنو راپور مالیې وزارت ته ولیږي په دې اړه چې غونډې جوړیږي برخه په کې واخلي او د خپلو اجرأتو راپور وړاندې کړي.      د مالیې وزیر او د بودجې غړو د ۱۳۹۶مالي کال ملي بودجې طرحې په اړه چې د یوې اغیزناکې، شفافې او د ملي ګټو لپاره په نتایجو ولاړې بودجې په توګه ترتیب شوې ده، غونډې ته توضیحات ورکړل.   هغوی وویل: د ۱۳۹۶مالي کال ملي بودجه د پایدارې اقتصادې ودې په موخو، د ملي عوایدو په زیاتوالي، د دوامدارې بوختیا په رامنځته کولو او د بېوزلۍ په کمولو، د دوامدارې پانګونې د فرصتونو په ایجاد، د وده کوونکي سکتور په پیاوړتیا( زیربنا، انرژۍ، ترانسپورت، سیمه ییز اتصال، کانونه، کرنې، معارف او پوهنې) متوازنې او په پایدارې ټولنیزې سوکالۍ ولاړه ده.     د مالیې وزیر د ۱۳۹۶مالي کال ملي بودجې طرحه د (۴۶۶,۱۴۳) میلیارد افغانۍ مبلغ مجموعي سقف سره، له هغې جملې عادي بودجه   (۲۸۷,۳۸۶) میلیارد افغانۍ او انکشافي بودجه د (۱۷۸,۷۵۷) میلیارد افغانۍ پیشبیني کړې ده.    د مالیې وزیر خوښي وښوده، چې (۴۴۴.۰۸۴) میلیارد افغانۍ د تمویلونکو سرچینو، د هغې ۱۵۰میلیارد افغانۍ په یاد کال کې د کورنیو سرچینو او (۲۹۴,۰۸۴) میلیارد افغانۍ یې له بهرنیو سرچینو تمویلېږي، چې د یادو سرچینو له تدارک سره سره به د ۱۳۹۶مالي کال په ملي بودجه کې ۲۲میلیارد افغانۍ کسر هم رامنځته شي.   د ټولې انکشافي بودجې څخه  (۵۸,۳) میلیارد افغانۍ د اختیاري بودجې او (۱۲۰,۴) میلیارده افغانۍ غیر اختیاري بودجه جوړوي.   د کابینې غونډې له هراړخیز بحث وروسته، د ۱۳۹۶مالي کال ملي بودجه په پرنسیپ کې تائید کړه، دولتي وزارتونه او ادارې يې موظفې کړې چې خپل وړاندیزونه او نظریات  تر۱۷/۸/۱۳۹۵  نیټې پورې مالیې وزارت ته ولیږي او د مالیې وزارت د نظریاتو له درجولو وروسته، د ۱۳۹۶مالي کال ملي بودجه نهايي او پړاوونه یې بشپړوي. ۱۳۹۵ل د لړم ۱۵ د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه   د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې د کابینې په غونډه کې ټولو وزیرانو ته لارښوونه وکړه، چې په راتلونکو دوو اونیو کې د غور ولایت لپاره په اړوندو وزارتونو کې د راتلونکي انکشافي کال پروګرامونه او د اوسنیو اقداماتو څرګنده بسته چمتو او جمهوري ریاست ته وسپاري.   جمهوررئیس غني وویل، د هېواد لسو بیوزله ولایتونو ته په تېرو کلونو کې کمه پاملرنه شوې ده، چې یو په کې غور دی. هغه ټینګار وکړ چې لسو بېوزله ولایتونو کې به زیات پرمختیايي پروګرامونه پلي شي.    جمهوررئیس په داسې حال کې د کابینې غړي د غور ولایت لپاره د انکشافي پلانونو په ترتیبولو موظف کړل، چې پرون یې دغه ولایت ته په سفر کې مختلفو اقشارو او خلکو سره د انکشافي بستو د ورکړې ژمنه کړې وه.     په دغه غونډه کې، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي اداري فساد سره د مبارزې د سټراټيژۍ پر تطبیق د څار قانون د دولسمې مادې د تعدیل تقاضا چې د پيسو بین المللي وجهي صندوق سره ددغه وزارت یوه ژمنه ده، مطرح کړه.    هغه وویل: دغه تعدیل په دې وروستیو کې د قوانینو په کمېټه کې تائید شو چې د یادې مادې له تعدیل سره د دولتي کارکوونکو مکلفیت جوړیږي، څو خپلې شتمنۍ خپرې کړي، چې د اجتناب په صورت کې به د کارکوونکو معاشونه او نور امتیازات د شتمنیو تر خپرولو پورې تعلیق کېږي، چې کابینې تائید کړ.     د مالیې وزیر د بروکسل کنفرانس راپور، په دغه کنفرانس کې د ۲۰۱۷ ـ ۲۰۱۸کلونو لپاره د حکومت د نویو ژمنو او د افغانستان د پرمختیا او سولې ملي چوکاټ تطبیقي میکانیزم، د ۲۰۱۷ ـ ۲۰۱۸کلونو لپاره د بروکسل کنفرانس د ژمنو تطبیقي پلان وړاندې کړ چې ۲۴ژمنې په کې شاملې دي، چې ۱۵ژمنې يې د افغانستان د حکومت اړوند دي او پاتې نور ۹ژمنې یې بین المللي ټولنې پورې اړه لري.    کابینې له هر اړخیز بحث وروسته دغه راپور تائید کړ، وزارتونه او دولتي ادارې یې موظفې کړي چې د پخواني کنفرانس تر کار لاندې ژمنو د پلي کولو او په بروکسل کې د افغانستان د نویو ژمنو راپور مالیې وزارت ته ولیږي په دې اړه چې غونډې جوړیږي برخه په کې واخلي او د خپلو اجرأتو راپور وړاندې کړي.      د مالیې وزیر او د بودجې غړو د ۱۳۹۶مالي کال ملي بودجې طرحې په اړه چې د یوې اغیزناکې، شفافې او د ملي ګټو لپاره په نتایجو ولاړې بودجې په توګه ترتیب شوې ده، غونډې ته توضیحات ورکړل.   هغوی وویل: د ۱۳۹۶مالي کال ملي بودجه د پایدارې اقتصادې ودې په موخو، د ملي عوایدو په زیاتوالي، د دوامدارې بوختیا په رامنځته کولو او د بېوزلۍ په کمولو، د دوامدارې پانګونې د فرصتونو په ایجاد، د وده کوونکي سکتور په پیاوړتیا( زیربنا، انرژۍ، ترانسپورت، سیمه ییز اتصال، کانونه، کرنې، معارف او پوهنې) متوازنې او په پایدارې ټولنیزې سوکالۍ ولاړه ده.     د مالیې وزیر د ۱۳۹۶مالي کال ملي بودجې طرحه د (۴۶۶,۱۴۳) میلیارد افغانۍ مبلغ مجموعي سقف سره، له هغې جملې عادي بودجه   (۲۸۷,۳۸۶) میلیارد افغانۍ او انکشافي بودجه د (۱۷۸,۷۵۷) میلیارد افغانۍ پیشبیني کړې ده.    د مالیې وزیر خوښي وښوده، چې (۴۴۴.۰۸۴) میلیارد افغانۍ د تمویلونکو سرچینو، د هغې ۱۵۰میلیارد افغانۍ په یاد کال کې د کورنیو سرچینو او (۲۹۴,۰۸۴) میلیارد افغانۍ یې له بهرنیو سرچینو تمویلېږي، چې د یادو سرچینو له تدارک سره سره به د ۱۳۹۶مالي کال په ملي بودجه کې ۲۲میلیارد افغانۍ کسر هم رامنځته شي.   د ټولې انکشافي بودجې څخه  (۵۸,۳) میلیارد افغانۍ د اختیاري بودجې او (۱۲۰,۴) میلیارده افغانۍ غیر اختیاري بودجه جوړوي.   د کابینې غونډې له هراړخیز بحث وروسته، د ۱۳۹۶مالي کال ملي بودجه په پرنسیپ کې تائید کړه، دولتي وزارتونه او ادارې يې موظفې کړې چې خپل وړاندیزونه او نظریات  تر۱۷/۸/۱۳۹۵  نیټې پورې مالیې وزارت ته ولیږي او د مالیې وزارت د نظریاتو له درجولو وروسته، د ۱۳۹۶مالي کال ملي بودجه نهايي او پړاوونه یې بشپړوي.
https://avapress.com/vdcjytevxuqettz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته