دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 156131
د ځواک د استعمال پر وړاندې حکومت ته د عطا محمد نور تازه خبراری

د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور او د بلخ ولایت پخواني والي عطا محمد نور ادعا کوي چې د دی پر وړاندې پوځي اقدامات به ناوړې پایله ولري.

نوموړی تېره ورځ له خپل پلویانو سره د خبرو پر مهال وویل، چې که حکومت یې پر ضد امنیتي ځواکونه وکاروي، نو دا ځواکونه به تجزیه شي.

ښاغلي نور دا ادعا هم وکړه، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې کابو اتیا سلنه منسوبین د دی پر ضد جګړه نه کوي.

هغه یوځل بیا ټینګار وکړ چې تر هغه چې حکومت د هغه غوښتنې نه وي منلې، د بلخ د والي په توګه به خپل دندې ته ادامه ورکړي.

 دا په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور ترمنځ د بلخ ولایت د مشرتابې پر سر لانجې له کابو درې اوونیو راهیسې روانې دي.

ارګ ماڼی کابو درې اونی مخکې اعلان وکړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ والي عطا محمد نور استعفا منظور کړی دی.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس له دې وړاندې ویلي وو چې د ملي یووالي حکومت مشران نه شي کولې دی له دندې ګوښه کړي او د بلخ د والي په توګه خپل کار ته به ترهغه دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

بلخوا د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي دا اداره مکلفه ده چې د بلخ ولایت لپاره د نوی والي د معرفي په هکله د ولسمشر غني حکم پلی کړي.

د یاد ادارې چارواکي وایي، د بلخ ولایت په هکله د ولسمشر غني د حکم د عملي کولو لپاره کار جریان لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آو)
https://avapress.com/vdcc1eqss2bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته