دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 161089
په بدخشان کې د چینایي وسله والو جګپوړي ډلمشر د وژنې په اړه د طالبانو غبرګون
وسله وال طالبان په بدخشان ولایت کې د چینایي وسله والو د جګپوړي ډلمشر د وژنې په اړه د راپورونو پر وړاندې غبرګون وښود.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې په جرم ولسوالی کې د چینایي وسله والو د ډلمشر د وژنې په اړه راپورونه بې بنسټه دي.
نوموړی ادعا کوي، چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
هغه دا هم وویل، چې جرم ولسوالی کې د ولسوالو طالبانو پرته د بل هېواد وګړي هیڅ وجود نه لري.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو د شنبې په ورځ وویل، چې د امنیتی ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو په ډله کې د چین هېواد دوه وګړي هم شامل دي.
چارواکي زیاتوي، چې په چین کې د ترهګرو د یوې ډلې د مشر مرستیال د مصطفی په نوم یوه ترهګر د وژل شویو وسله والو په ډله کې شامل دی.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي، دغه کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په جرم ولسوالی کې وژل شوي دي.
نوموړی زیاته کړه، چې په دغو عملیاتو کې د دولت ضد ۱۳ تنه وسله وال ټپیان هم شوي خو ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaa6n6o49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته