دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 215064
انقره کې د افغانستان سفارت: ترکیه کې د ډوب شويو افغانانو د مړو لېږد دوام لري
په انقره کې د افغانستان سفارت وایي د هغو افغانانو د مړو لېږد دوام لري چې په ترکیه کې په اوبو کې ډوب شوي ول.
په ترکیه کې د افغانستان سفارت سرپرست او شارژدافیر حبیب احمد خنجاني ازادي راډیو ته وویل چې ډېری مړي به د چهارشنبې او جمعې په ورځو کابل ته ولېږدول شي.
د ښاغلي خنجاني په خبره تر اوسه د ۲۴ افغانانو مړي پېژندل شوي دي.
د افغانستان دوو هوایي شرکتونو په وړیا ډول له ترکیې څخه افغانستان ته د دغه هېواد د وژل شویو وګړو د انتقال مسؤلیت په غاړه اخیستی.
په انقره کې د افغانستان سفارت سرپرست او شارژدافیر حبیب احمد خنجاني د جولای پر ۲۰مه ازادي راډیو ته وویل چې ترکیې د اریانا او کام‌ایر هوایي شرکت ته اجازه ورکړې چې دغه هېواد ته د مسافرو د انتقال پرته د افغانستان د وژل شویو وګړو مړي او هم نور افغانان خپل هېواد ته ولېږدوي.
 
ښاغلي خنجاني زیاته کړه: "د دغو مړو د انتقال لړۍ به د اوونۍ تر پایه دوام وکړي. اوس‌مهال درې مړي په استانبول کې دي. موږ به دا کار داسې تنظیم کړو چې په اریانا او کام‌ایر الوتنو کې ولېږدول شي. د چهارشنبې او جمعې په الوتنو کې به دا مړي انتقال کړو."
دا پېښه د جون پر ۲۷مه د ترکیې د وان ښار په اوبو کې وشوه. شااوخوا ۶۰ پناه غوښتونکي په هغه کښتۍ کې چې په غیر قانوني ډول له ایران څخه راروان ول، ډوب شول.
په انقره کې د افغانستان سفارت شارژدافیر وایي دا پېښه احتمالاً د کښتۍ ماشین کې د تخنیکي ستونزې له کبله رامنځته شوې وه.
ښاغلي خنجاني د مړو د هویت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "۵۸ مړي موندل شوي دي چې له دې ډلې ۲۸یې پېژندل شوي دي. دا کسان هم د خپلوانو له‌خوا وپېژندل شول. دا تر اوسه څرګنده نه‌ده چې ټول به افغانان وي. موږ یوازې وتوانېدلو د ۲۴ افغانانو مړي د هغوی د خپلوانو په مرسته وپېژنو."
ښاغلي خنجاني زیاته کړه ځیني مړي چې د پېژندلو نه‌وو، په ترکیه کې خاورو ته وسپارل شول. د دغه افغان ډیپلومات په خبره، له دې پېښې څخه د درېیو ماشومانو مړي هم له اوبو رایستل شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وایي په یاده کښتۍ کې له ۵۵ تر ۶۰ کسان سپاره ول.
دا لومړی ځل نه‌دی چې د افغانستان وګړي د ترکیې په اوبو کې ډوبېږي. تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي.
د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دې هېواد وګړي باید له غیر قانوني سفرونو ډډه وکړي او خپل برخلیک قاچاق وړونکو ته ونه‌سپاري.
ترکیه اوس‌مهال د یو شمېر افغانانو لپاره د لوېدیځي اروپا پر لور یوه لاره بلل کېږي.
 
له یوې خوا له ایران او بل لور ته له اروپا سره د دې هېواد نږدېوالی د دې سبب شوی چې اروپایي هېوادونو ته په قاچاقي ډول تلو لپاره د ډېرو پام ځان ته واړوي.
جګړې، بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ ډېری افغانان اړ ایستي چې د ترکیې له لارې اروپایي هېوادونو ته مخه کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره ترکیه د نړۍ په سطح د غیر قانوني پناه غوښتونکو تر ټولو لوی کوربه بولي.
شااوخوا څلور میلیونه پناه غوښتونکي په دې هېواد کې اوسېږي چې ډېری یې د افغانستان او سوریې وګړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9k0xoyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته