دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 218304
د غزني ولایت د ناراضه وګړو د لاریونونو په پاې ته رسیدو سره د کابل ـ کندهار لویه لار بیا ځلې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه. د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخي،د غزني خلکو د بې امنیتیو د زیاتیدو او په دغه برخه کې د سیمه ایزو چارواکو د نه پاملرنې له امله له څو ورځو راهیسې لاریونونه پیل کړي او د کابل ـ کندهار لویه لار یې تړلي وه. مګر د غزني سیمه ایز چارواکي وایي چې لاریون کوونکو نن(وږي ۱۶) خپل لاریونونه پای ته رسولي او عمومي لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي ده.

 د غزني ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په اوس وخت کې د لاریونوالو  «قناعت»حاصل شوی او لویه لار د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوي ده.
 اعتراض کوونکو تیره اوونۍ په غزني ولایت کې د امنیت په تامینولو کې د امنیتي او سیمه ایزو چارواکو د پاتې راتګ په پار لاریونونه پیل کړي او عمومي سړک یې د ترافیکو پر مخ تړلی وو. اعتراض کوونکو ټينګار درلود چې والي،د پولیسو قومندان او د ملې اردو چارواکي دې له دې ولایت څخه لرې شي. ویل کیږي چې په همدې موخه د سیمه ایزو ارګانونو رییس د اعتراض کوونکو د استازو سره په ټلیفوني اړیکه کې د غزني ولایت په رهبرۍ کې د اصلاحاتو د راوستلو ژمنه کړې ده. غزنی د هېواد د نا امنه ولایتونو له جملې څخه دی چې ځینې برخې یې د طالبانو په کنټرول کې دي او څو ځله ددې ولایت مرکز هم سقوط شوی دی.
https://avapress.com/vdcdzj0xoyt0fs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته