دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 218310
د طالبانو تر منځ اختلافات
طالبانو ویلي چې د دې ډلې مرکچي پلاوي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو سره خپلمنځۍ ناسته کړې، چې مشري یې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کړې. دا غونډه داسې مهال کیږي وسلوالو طالبانو پرون مولوي عبدالحکیم د شېر محمد عباس ستانکزي پر ځای د دې ډلې مرکچي پلاوي نوی مشر، او محمد نعیم یې د سهیل شاهین پر ځای په قطر کې د خپل سیاسي دفتر نوي ویاند په توګه اعلان کړل، چې د طالبانو په ډله کې د شدیدو اختلافاتو سبب شول. ویل کیږي چې پدې غونډه کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ګډون کړی و، تر څو د طالبانو په سیاسي دفتر کې د وروستیو را پورته شویو اختلافاتو د حل منځګړیتوب وکړي، خو د نوموړي هڅه هم ناکامه شوې ده. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې ملا برادار د مرکچي پلاوي او همدا راز د سیاسي دفتر نوي غړي معرفي کړل، او د خپلو راتلونکو دندو په اړه یې هدایات ورکړل، خو د قطر دفتر یوه غړي د نوم نه خپرولو په شرط هندوکش ته وویل چې د دغه کسانو د مغرفي کولو پر مهال د طالبانو د مذکراتي ټیم پخوانی مشر شیر محمد عباس ستانکزی او پخواني ویاند سهیل شاهین له غونډې ووتل چې د یوې شیبې لپاره د مغرفي کیدو لړۍ هم وځنډول شوه. خو طالبانو په رسمي توګه د دوی په غونډه کې د زلمي خلیلزاد حضور ندی تائید کړی.
https://avapress.com/vdca6anuw49n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته