د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:
((د اروپايي ټولنې او کاناډا استازوليو اعلامیه هغه تاریخي فرصت په ګوته کوي چې د دې خبرو په نتیجه کې به رامنځته شي. د افغانستان اسلامي جمهوریت بشپړ چمتو دی چې د دې فرصت څخه په استفادې سره، د مذاکرې له لارې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدي.))
په خبرپاڼه کې زياته شوې، افغان دولت به په دې مذاکراتو کې د ښه نیت په درلودلو سربېره له یوې جوړوونکې ارادې سره ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې:
((د دې ښه نیت د تمثیلولو یوه واضحه بیلګه د طالب زندانیانو آزادول وو. هغه څه چې افغان دولت یې ژمنه نه وه کړې او په یاده اعلامیه کې یې هم د باور رامنځ ته کولو د ښې بېلګې په توګه یادونه شوې ده.))
په خبرپاڼه کې راغلي، افغان دولت یو ځل بیا له طالبانو څخه د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې د بِالمثل چلند هیله کوي.
د خبرپاڼې په حواله، افغان دولت د سولې په موخه خپل لیدلوری، چې پکې د ټولو افغانانو، نارینه وو او مېرمنو بنسټیز حقونه خوندي وي، په ډاګه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د اروپايي ټولنې او کاناډا استازوليو يوه اعلاميه خپره کړه او د جګړې له دواړو اړخونو يې غوښتنه وکړي چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي.