دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 218368
دغه ماشومان له لویو لرګیو راوړونکو سېلابونو سره پدې موخه مرګوني لوبې کوي، چې ګني د ژمې یخې شپې به پرې ګرمې تېرې کړي. د دغه ولایت یو تن اوسېدونکی عبدالمالک وایي، خلک د ناچارۍ له کبله ماشومان خوړونو ته په لرګیو او خځلو نېولو پسې لېږي، چې ان ځينې وخت یې سېلابونه له ځانه سره یوسي: «ددې سیمې خلک غریبان دي، د لرګیو اخیستو توان نه لري، کله چې خوړونه راوځي ماشومان پکې لرګي نیسي.»
د ماشومانو له مرګ سره دا خطرناکې لوبې د شمل خوړ په مسیر رامنځ ته ګېږي، ماشومان په لرګیو نیولو کې د سیالۍ لپاره د توپاني سېلاب منځ ته ځانونه رسوي، خو خبر نه وي چې ځينې وخت ورته دمرګ په بیه تمامېږي. ولي بادشاه چې هره ورځ د شمل پر خوړ تګ راتګ کوي، وايي ډېره کله د عمجنې پیښې شاهد وي: «زه ډېرکله د داسې پېښې عیني شاهد یم چې ماشومان اوبو وړي ځينې یې مړه پیداشي او ځينې خو بیخي پیدا هم نه شي. وجه داده چې دا خلک غریبان دي د لرګیو اخیستو توان نلري.» دا ډول پيښې ډېری وخت د پشکال پدې موسمونو کې رامنځ کېږي. 
له باران وروسته که څه هم په ځينو سمیو کې د ځايي جوماتونو د لاوډ سپیکرونو او ان ځينې وخت د راډیو ګانو له لارې هم خلکو ته د خوړ راوتو خبر ورکول کېږي، خو سره له دې بیا هم وخت ناوخت دا ډول عمجنې پېښې دماشومانو ترڅنګ د لویانو ژوند هم اخلي.
https://avapress.com/vdcd9j0xjyt0fs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته