دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 218388
د مصالحې عالي شورا وایي ډېر ژر به مذاکراتي پلاوی دوحې ته ولاړ شي
ددې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د شهید اونۍ په مناسبت خبریالانو ته وویل چې د احمد شاه مسعود لویه هیله سوله وه او تمه شته چې اوس د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخیستل شي.« دغه نقطه خورا مهمه ده چې د شهید مسعود لویه هیله د سولې راتګ و او اوس چې د سولې خبرو فرصت په لاس لرو باید ګټه ترې واخلو» نوموړي همدارنګه وویل چې د بین الافغاني خبرو لپاره چمتوالی نیول شوی او ډېر ژر به پلاوی دوحې ته ولاړ شي.« نن خو د شهید ورځ ده دلته مصروف یو، خو باوري یم چې دا کار ژر تر ژره کېدونکی دی» په ورته وخت کې طالبانو هم د مولوي عبدالحکیم په مشرۍ ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړی، خو تر اوسه یې د خبرو پیلېدو ته چمتوالی نه دی ښودلی. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، کله چې د بندیانو بهیر بشپړ شي، دوی به خبرې پیل کړي.
https://avapress.com/vdcfccd0cw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته