دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 218428
د پنجشیر ولایت ابشار ولسوالۍ کې لسګونه طالب وسله وال د افغان امنیتي ځواکونو او ځایي خلکو له خوا کلابند شوي دي. د ابشار ولسوالۍ ولسوال، سحراب سحرابي یک تلویزیون ته وویل چې شاوخوا ۶۰ تنو طالب وسله والو نن له غرمې وړندې شاوخوا لس بجې د دغې ولسوالۍ غلغلې ښار اړونده سیمه کې ځای پر ځای شوي او یو شمیر خلک یې له کورونو ایستلي او په جوماتونو کې ساتلي دي. ښاغلي سحرابي وویل چې له مرکز نه کومکي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او طالبانو له دوو خواوو نه کلابند شوي دي. هغه وویل هڅه روانه ده چې دغه برید کوونکی ژوندي ونیسي. د سرچینې په وینا وسله وال طالبان درې ته د ننه شوي دي، خو امنیتي ځواکونه او ځایي خلک بیا د غونډیو پر سر سنګرونه نیولي دي.
https://avapress.com/vdcauanua49n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته