دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 218534
مککېنزي: طالبانو له القاعده سره اړيکې نه دي پرې کړې
د امريکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېټ مککېنزي وايي، تر دې مهاله طالبانو له القاعده سره اړيکې نه دي پرې کړې. نوموړي ويلي، د روان مېلادي کال د فبروري په وروستيو کې په دوحه کې د امريکا او طالبانو د هوکړې يوه ماده داسې وه چې طالبان بايد له القاعده ډلې سره اړيکې پرې کړي، خو د نوموړي په خبره تر دې مهاله طالبان له القاعده ډلې سره اړيکې لري.

د امريکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېټ مککېنزي وايي، تر دې مهاله طالبانو له القاعده سره اړيکې نه دي پرې کړې.
نوموړي ويلي، د روان مېلادي کال د فبروري په وروستيو کې په دوحه کې د امريکا او طالبانو د هوکړې يوه ماده داسې وه چې طالبان بايد له القاعده ډلې سره اړيکې پرې کړي، خو د نوموړي په خبره تر دې مهاله طالبان له القاعده ډلې سره اړيکې لري.
نوموړي هيله څرګنده کړې چې طالبان ژر له القاعده سره اړيکې پرې کړي او له افغان حکومت سره خپلمنځي خبرو ته چمتو شي.
د نوموړي په خبره، په نېږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر له ۸۶۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته راټيټ شي او د هغه په خبره، ۴۵۰۰ سرتېري هم کولای شي په افغانستان کې د ممکنه خطرونو پر وړاندې مبارزه وکړي.
https://avapress.com/vdcipvar5t1azw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته