دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 253785
جو بایډن سعودي عربستان او اسرائیل ته خپل سفر وځنډاوه
ګڼ شمیر امریکایي مطبوعاتو راپور ورکړی چې جمهور رئیس جو بایډن سعودي عربستان او اسرائیل ته خپل ممکنه سفر ځنډولی.
افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ، د مطبوعاتو ددې راپورونو څخه یوه ورځ وړاندې ښاغلي بایډن تائید کړې وه چې سعودي عربستان ته په سفر کولو غور کوي.

سره لدې چې سپینې ماڼۍ تر اوسه د جمهور رئیس جو بایډن د سفر د ځنډیدو په باره کې څه ندي ویلي خو د سي ان ان ، ان بي سي او څو نورو شبکو ویلي چې دا سفر د جولای تر میاشتې ځنډیدلی.

په راپورونو کې د ښاغلي بایډن د سفر د ځنډیو دلیل ندی روښانه شوی.

د ښاغلي بایډن د سفر اعلان په امریکایي مطبوعاتو کې تیره اوونۍ دوه ساعته وروسته تر هغه وشو چې سعودي عربستان ومنله د تیلو تولیدات به ډیروي او په عین حال کې به په یمن کې چې جګړو ځپلی، د اوربند د موافقې موده وغځوي.

دا دواړه د جمهور رئیس جو بایډن مهمې غوښتنې وې چې د سعودي څخه یې کړې وې او هغوي هم دا ومنلې.

د سي ان ان شبکې همدرانګه ویلي و چې ټاکل شوې وه ښاغلي بایډن د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره هم کتلي وی.

د امریکا استخباراتي ادارې په ښاغلي سلمان تور پورې کوي چې په ۲۰۱۸ کال کې د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې د خبریال جمال خاشقجي د وژلو امر یې ورکړی و.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې کیرن جین پیري په خبري کنفرانس کې د ښاغلي بایډن د سفر اعلان ونکړ خو دومره یې وویل چې جمهور رئیس د منځني ختیځ د مشرانو سره د لیدو لپاره فرصتونو ته ګوري.

د سعودي عربستان تر څنګ جمهور رئیس بایډن به په همدې روانې میاشت کې هسپانیې ته ولاړ شي چې د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډې کې برخه واخلي او هم به په جرمني کې د جي ۷ هیوادونو د مشرانو پّ غونډې کې ګډون وکړي.
 
سرچينه : آشنا راډیو
https://avapress.com/vdcfcmd0tw6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته