دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 254268
ملګري ملتونه د بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره مناسب چاپیریال برابروي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو لپاره کار کوي.
افغان غږ خبری آژانس  - کابل: آغلې کایلي کلیمینز؛ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره؛ داسلامي امارت دبهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو په اړه خبري وکړي.
 
ستانکزي د ملګرو ملتونو د کډوالو پر عالي کمېشنرۍ غږ وکړ چې د دې ډاډ تر لاسه کولو کې مرسته وکړي چې نړیوال هېوادونه د کډوالۍ نړیوال معیارونه پوره کړي او د کډوالۍ د اسنادو او سفرونو ستونزې هوارې کړي.
 
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم ډاډ ورکړ چې د بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو او دغو موخو ته د رسېدو لپاره د خپلو فعالیتونو او کارکوونکو د زیاتولو لپاره کار کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جګړو له امله د ډېرو کډوالي شاهد و، خو په هېواد کې له وروستيو تحولاتو او د بېکارۍ او بېوزلۍ له ډېرېدو وروسته د کډوالۍ کچه هم لوړه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcce0qi42bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته