دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 258136
د هیواد په ختیځ کې د ۵.۳ درجه زلزله / د احتمالي زیان اندازه معلومه نده
د امریکا د زلزلې مرکز د معلوماتو له مخې، نن سهار (دوشنبه سنبلي ۱۴مه) د ریکټر په کچه د ۵.۳ درجې یوې زلزلې د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې. ويل کيږي چې د دغې زلزلې ټکانونه په کابل کې هم محسوس شوي او تراوسه پورې ددغې طبيعي پيښې له امله د اوښتو زيانونو رپوټ نه دى ورکړل شوى.
افغان غږ خبری آژانس: دغه زلزله نن سهار شاوخوا ۲:۲۷ بجې شوې او مرکز یې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په لس کیلومترۍ کې ژوروالی وو.
 
د امریکا د زلزلې مرکز ویلي چې دغې زلزلې لغمان او کونړ ولایتونه هم ولړزول.
 
د کابل ښاریان هم وايي چې نن سهار پلازمېنه ولړزوله.
 
تر اوسه په دې پېښه کې د کوم احتمالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
 
سویل ختیځ افغانستان د روان کال د زمري میاشتې په پای کې د یوې خونړۍ زلزلې شاهد و، چې تر زرو زیات کسان یې ووژل.
 
https://avapress.com/vdcaeanui49nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته