دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 260384
بهرني پانګوال په افغانستان کې د حرارتي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي
یو شمېر بهرنیو پانګوالو د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره په کتنه کې په هېواد کې د حرارتي برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته چمتووالی اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت پرون دوشنبه (عقرب ۹) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یو شمېر بهرنیو پانګوالو په یوه غونډه کې په افغانستان کې د حرارتي برېښنا د تولید په سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
 
د وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې غونډه کې ګډون کوونکو پانګوالو د پانګونې د اندازې، د برېښنا د تولید د ماشینونو د نصبولو لپاره د ځمکې د مساحت او له یو ټن ډبرو سکرو څخه د تولید شوې برېښنا د اندازې په اړه معلومات وړاندې کړل.
 
دوی دغه راز په کابل ښار کې له راټولو شویو کثافاتو څخه د تېلو د تولید په اړه هم خپل راتلونکی پلان څرګند کړ.
 
د سوداګرۍ وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي عزیزي په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو د چمتووالي د هرکلي په ترڅ کې وویل: موږ له پانګوالو سره همکارۍ ته چمتو یو.
 
نوموړي په دې کتنه کې یادونه وکړه چې د سوداګرۍ وزارت به یو یا یوه ډله افغان پانګوال دوی ته معرفي کړي، ترڅو وکولای شي په ګډه په دې پروژه کې داسې پانګونه وکړي چې د دواړو خواوو په ګټه وي.
 
عزيزي د ​​ګډون کوونکو پانګوالو د پلانونو په تصويبولو سره، د ځمکې د وېش او نورو مسايلو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې د ډبرو سکرو د توليد ټولې فابريکې دې په يو ځاى کې فعاليت وکړي.
 
https://avapress.com/vdcivuar5t1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته