دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 260871
له افغان کډوالو سره د پاکستان د بد چلند دوام؛ ۱۲۲ نور کسان نیول شوي دي
له افغان کډوالو سره د پاکستان د چلند په دوام، د سند پولیسو ځواکونو په دغه ایالت کې زموږ له هېواده ۱۲۲ کډوال نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: پاکستانۍ رسنۍ "سما" د سند ایالت د پولیسو د ویاند له خولې لیکلي، چې دغه افغان کډوال هغه مهال ونیول شول، چې له بلوچستان څخه سند ایالت ته په ناقانونه توګه ننوتلي دی.
 
د دغه راپور له مخې په نیول شویو افغان کډوالو کې ۱۳ ښځې او ۲۰ ماشومان هم شامل دي او دغه اتباع د عدلي تعقیب او افغانستان ته د راستنیدو لپاره د بلوچستان حکومت ته سپارل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې څو ورځې وړاندې د پاکستان پولیسو د دغه هېواد په سند ایالت کې شاوخوا ۱۰۰۰ افغان کډوال ونیول او بندیان کړل.
 
په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پاکستاني پولیسو افغان کډوال په رسۍ تړلي دي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ (عقرب ۱۹) په خپل ټوېټر لیکلي چې وزارت یې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغانانو ځورول غندي.
 
بلخي وويل، د بهرنيو چارو وزارت، په پاکستان کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره هڅې کړې، خو دغو هڅو کومه پايله نه ده لرلې.
 
هغه يادونه وکړه، چې اسلامي امارت تل له ډيپلوماتيکو لارو له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي او په ښه توګه يې کوربه توب وکړي.
 
https://avapress.com/vdcjaye8vuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته