دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 260877
د متقی او بخیت لیدنه/ کابل د اسلامي هېوادونو د کلتوري پلازمېنې په توګه به نوماند شي
د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي طارق بخیت سره د لیدنې خبر ورکړ. د هغه په وينا، په دې کتنه کې دواړو لورو د اسلامي هېوادونو د کلتوري پلازمېنې په توګه د کابل د ټاکلو او په کابل کې د دغه سازمان د دفتر د رسمي پرانستلو په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه (عقرب ۲۱) د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له ځانګړي استازي سره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د کتنې خبر ورکړ.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د اسلامي همکاريو د سازمان له خوا په افغانستان کې د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړولو او د ۱۴۰۲ کال لپاره د اسلامي هېوادونو د کلتوري پلازمېنې په توګه د کابل د ټاکلو د بهير د بيا پيلولو په باب خبرې وکړې.
 
بخیت په دې کتنه کې وويل چې افغانستان ته يې د سفر موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو د سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو د فوق العاده غونډې د پريکړو عملي کول او په کابل کې د دغه سازمان د دفتر په رسمي ډول پرانستل دي چې له لارې يې د بشري مرستو رسول دي.
 
 خبرپاڼه زیاتوي: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان له خلکو سره د دغه سازمان له مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت یو ځل بیا د بشردوستانه او پرمختیايي چارو لپاره د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکوي. د دې سازمان مرستې، بلکې د پورتني سازمان غړو هېوادونو ته فرصتونه برابروي چې په افغانستان کې د پانګونې له لارې متقابلې ګټې هم را جلب کړي.
 
https://avapress.com/vdcfexd0ew6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته