دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 262063
چين د سعودي عربستان خالص او ستراتيژيک دوست دی
د چین ولسمشر چې د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته تللی، ټینګار کړی چې سعودي عربستان ته به د ده سفر له عربي نړۍ سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي او دغه هېواد یې د سعودي عربستان رښتینی دوست او ستراتیژیک ملګری وباله.
افغان غږ خبری آژانس: شي جين پينګ له پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره په کتنه کې وويل: د چين او سعودي عربستان ترمنځ همکاري پراخ ابعاد لري. چين سعودي عربستان په څو قطبي نړۍ کې يو مهم ځواک ګڼي او له رياض سره د ستراتيژيکې او هراړخيزې همکارۍ پياوړتيا ته ډېر اهميت ورکوي.
هغه له ریاض سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او د نړۍ له سولې او ثبات څخه د ملاتړ لپاره د خپل هېواد پر چمتووالي ټینګار وکړ.
 
شي جين پينګ د سعودي عربستان د وليعهد سلمان بن عبدالعزيز په بلنه د عربي هېوادونو له مشرانو او د فارس خليج د همکارۍ شورا په غونډو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته سفر کړی دی.
په دې کتنه کې پاچا سلمان او د چین ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړ.
 
د سپوتنیک په وینا، د چین ولسمشر د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وکتل او د دواړو هېوادونو د اړیکو، د همکاریو او پانګونې د پیاوړتیا او د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.
 
د رسنیو د معلوماتو له مخې، د دغه سفر پر مهال به د ۱۱۰ میلیارده سعودي ریال په ارزښت تړونونه لاسلیک شي.
 
په ورته وخت کې د چین ولسمشر له الریاض ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې سعودي عربستان ته د ده سفر به له عربي نړۍ سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي.
هغه وويل، چين به د فارس خليج د همکارۍ شورا تر ټولو ستر سوداګريز ملګری او د خپلو توليداتو تر ټولو ستر واردونکی پاتې شي.
 
هغه چين د سعودي عربستان خالص دوست او ستراتيژيک ملګری وباله.
https://avapress.com/vdcepw8wxjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته