دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 262578
په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو د جلبولو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند د بهرنیو پانګوالو لپاره د ګڼو اسانتیاوو د رامنځته کولو خبر ورکوي او وايي چې د چین، روسیې، امریکا، انګلستان او عربي هېوادونو پانګوال د افغانستان په بازارونو کې د ګډون لېوالتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن دوشنبه (قوس ۲۸) د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد خبریالانو ته وویل، چې اوس مهال د پانګوالو لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوی دی او ډېری پانګوال د پانګونې په حال کې دی. له چین، روسیې، امریکا، انګلستان او نورو هېوادونو څخه عربان لېواله دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاته کړه، چې په تېر کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ بهرنیو شرکتونو پانګونه کړې ده.
 
هغه وویل، په افغانستان کې تر ټولو زیاتې پانګونې د چین، روسیې، انګلستان او امریکا او دغه راز یو شمېر د عربي هېوادونو شرکتونه دي.
 
د عبدالسلام جواد په خبره، دغو شرکتونو د کانونو او برېښنا د تولید په برخو کې پانګونه کړې ده.
 
له بلې خوا د اقتصاد وزارت وايي چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پانګونه د هېواد د اقتصاد په وده او پراختیا مثبته اغېزه لري او د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابروي.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري څه موده وړاندې ویلي وو، چې د امنیت، د اداري فساد د له منځه وړلو او د ملاتړ د اسانتیاوو په برخه کې په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې لپاره پوره زمینه برابره شوې ده.
 
په همدې حال کې یو شمېر چینايي پانګوال د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د بهرنیو پانګوالو د خوندیتوب ډاډ ورکړي څو دوی په افغانستان کې زیاته پانګونه وکړي.
 
https://avapress.com/vdcfe0d0cw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته