دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 263039
په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران امکان
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورو او سختو ورښتونو احتمال اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا پېژندنې ادارې نن له غرمې وروسته په خپله فیسبوک پاڼه کې یوه خبر خپور کړې او ویلي یې دي چې په هرات، فراه، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان او میدان وردګو ولایتونو اروزګان، هلمند، کندهار، زابل، غزني او پکتیکا به د واورو او بارانونو شاهد وي.
 
د هوا پېژندنې ادارې له ۱۰ تر ۲۰ ملي متره باران او له ۱۰ تر ۳۰ سانتي مترو پورې واوره اټکل کړې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د روان کال په لومړيو کې سختو واورو او اورښتونو کروندګرو ته د ځاني زيان ترڅنګ درانه مالي زيانونه هم اړولي وو.
 
https://avapress.com/vdcippar3t1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته