دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 263698
د سختو واورو ورېدو له امله د هېواد د ډېرو ولايتونو لارې تړل شوې دي
د هېواد په یوشمېر ولایتونو او ولسوالیو کې له تېرې شپې راهیسې د واورې ورښت د ښاریانو پر مخ لارې تړلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د درنو واورو وریدو د کابل - غور او بادغیس - هرات لویې لارې تړلې او د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي.
 
د ننګرهار د والي ویاند عبدالواحد حماس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مسافرو غوښتي چې نن او سبا د کابل - غور پر لویه لاره تګ راتګ ونه کړي.
 
له بلې خوا د واورې د اورښت له امله د کابل - نیلي په ګډون د دغو ولایتونو لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.
 
له تېرې شپې راهیسې د دايکنډي په ټولو ولسواليو کې واوره ورېږي.
 
د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت وايي، د سختو واورو او توپان له امله د سالنګ لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
 
دغه وزارت زیاته کړه، هڅه کوو چې د هوا د ښه کېدو په صورت کې د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه کړو.
 
خو په بامیان کې د اسلامي امارت د فواید عامې ریاست هم ویلي، چې د سختې واورې او توپان له امله د بامیان ولایت د مرکز، شاتو، حاجي ګک، کرمان او ابګل کوتلونو مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcjhte8ouqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته