دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 265213
د ۴۰ میلیونو ډالرو مرستې بسته کابل ته ورسیده
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې پرون افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي بشري مرستو یوه بسته راورسېده او په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن پنجشنبه د دلو۲۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د هر هغه اصولي اقدام ستاینه کوي چې له مخې یې هېواد ته د بهرنیو اسعارو د ننوتلو او په ټولنه کې له اړو کسانو سره مرسته وشي.
 
د افغانستان مرکزي بانک وايي، په هېواد کې به د بانکي سکتور د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
 
دغه بانک له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بانکدارۍ له لارې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
 
د ۴۰ میلیونو ډالرو د بشري مرستو دغه بسته له څو اونیو ځنډ وروسته کابل ته راورسېده.
 
د مرکزي بانک د شمېرو پر بنسټ، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته به د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو مجموعي اندازه له یو میلیارد او ۳۵۴ میلیونو ډالرو څخه زیاته شي.
 
https://avapress.com/vdcezn8wxjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته