دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 265780
چین ته د افغانستان د صادراتو زیاتوالی/  بیجینګ د کابل دویم سوداګریز شریک دی
د چین ګمرک اعلان کړی، چې په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان څخه د دغه هېواد واردات ۹.۰۹ میلیونه ډالرو او صادرات به یې ۵۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلي او دغه هېواد به په ۲۰۲۳ کال کې د کابل دویم سوداګریز شریک شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: هندي رسنیو خبر ورکړی، چې چین به تر ۲۰۲۳ کال وروسته د اسلامي امارت دوهم سوداګریز شریک شي.
 
د تجارت نړي مجلې د دوشنبې په ورځ په یوه مقاله کې له چین سره د اسلامي امارت سوداګریزې اړیکې په ۲۰۲۲ کال کې څیړلي دي.
 
د چين د ګمرکونو د معلوماتو له مخې، په ٢٠۲٢ کال کې له افغانستان څخه د دغه هېواد واردات ٩.٠٩ مليونو ډالرو او صادرات يې ٥٩ مليونو ډالرو ته رسیدلي.
 
د دنیا تجرات مجلې د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د اسلامي امارت له راتګ سره افغانستان ته د چین صادرات ۵۴ سلنه زیات شوي دي.
 
د دغې مجلې موندنې ښيي چې له افغانستان څخه چین ته د صادراتو عمده توکي مغز، حیواني وېښتان، نیمه قیمتي ډبرې، وچې مېوې او سبزیجات او له چین څخه عمده وارداتي توکي مصنوعي فایبر، اوبدل شوي پنبې، د ربړ ټایرونه او داسی نور توکې شامل دي.
 
اوس مهال پاکستان د ۱.۵۱۳ میلیارده ډالرو په لرلو سره لومړی او هند د افغانستان د سوداګریزو شریکانو په منځ کې دویم ځای لري چې له اسلامي امارت سره د ۵۰۰ او ۴۵ میلیونه ډالرو دوه اړخیزه سوداګري لري.
 
https://avapress.com/vdcdjk0xzyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته