دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 266314
په کابل کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیل شو
د کورنیو چارو وزارت د پاسپورتونو عمومي ریاست اعلان کړی، چې د انلاین فارم لرونکو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر نن (چهارشنبه، کب ۱۰) پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورتونو عمومي ریاست نن چهارشنبه (چهارشنبه، کب ۱۰) په کابل کې د پاسپورټونو د ویش بهیر پیل کړ.
 
تر دې وړاندې د پاسپورټ ادارې مسئولینو ویلي وو، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر به د چهارشنبې په ورځ (کب ۱۰) بیا پیل شي.
 
د دې دفتر آنلاین خدمات اوس مهال له ننګونو سره مخ دي.
 
اوس مهال، د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره راجستریشن او د ملاقات وخت د ویب پاڼې له لارې ترسره کیږي.
 
د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايي، چې د پاسپورټ دفتر ویب پاڼه نه شته او یا یې پرانستل ستونزمن دي.
 
د غوښتونکو په وينا، يو شمېر يې شاوخوا يو کال وړاندې نوم ليکنه کړې وه؛ خو تر اوسه د پاسپورټونو په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي او نه یې درک معلوم دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د روان کال له زمري مياشتې راهيسې د پاسپورټونو د ثبت او وېش لړۍ درول شوې وه.
 
https://avapress.com/vdchz-nik23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته