دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 266671
د چین دولتي شرکت د افغانستان په زیربنایي برخو کې پانګونه کوي
د چین د یوه دولتي شرکت یوه لوړ پوړي پلاوي په چین کې د افغانستان د سفارت له مشر سره په کتنه کې په افغانستان کې د ریل پټلۍ، هوايي ډګرونو، لویو لارو او نورو بنسټیزو پروژو په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په چین کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د چین دولتي شرکت "China Railway Construction" په افغانستان کې په بیلابیلو زیربنایي برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
 
په چین کې د افغانستان سفارت وايي چې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دغه شرکت یو پلاوی به له اړوندو څانګو سره د مفصلو خبرو لپاره افغانستان ته ولاړ شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم چینايي چارواکو په افغانستان کې د بېلابېلو پروژو په بشپړولو او پیلولو کې خپله همکاري څرګنده کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcd590xfyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته