دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 267844
د سختو اورښتونو له امله د غور-کابل لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده
په غور ولایت کې د اسلامي امارت ویاند خبر ورکړی، چې د سختو اورښتونو له امله د غور کابل لویه لار د کوتل "بک" په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور ولایت د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، دغه لویه لاره له تېرې شپې راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، شپږ مسافر وړونکي موټر له لسګونو مسافرو سره په خټو کې بند پاتې دي.
 
سرچينې وايي، د کوتل بېک سيمه هم د واورې ښويېدنې شاهده ده.
 
دغه کوتل د باميانو په يکاولنګ کې له غور سره په سرحدي سيمه کې موقعيت لري او تل په ژمي کې د سختو واورو ورېدو له امله تړل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcgtu9xtak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته