دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 268940
د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه
د اسیا پراختیايي بانک ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د بشري پروګرامونو له لارې ۴۰۵ میلیونه ډالره مرسته کړې چې د خوراکي توکو د برابرولو او د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسیا پراختیايي بانک خبر ورکړی، چې تیر کال یې له افغانستان سره څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
 
په دغه راپور کې ویل شوي، چې دغه مرستې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو له لارې کارول شوې دي.
 
د اسیا پراختیايي بانک د راپور موندنې ښيي چې افغانستان او پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې د خوراکي توکو او انرژۍ د بیو د لوړېدو له امله سخت اغېزمن شوي او د روسیې او اوکراین تر منځ له جګړې سره د دغو دوو هېوادونو کړکېچ شدت موندلی دی.
 
په راپور کې راغلي: "افغانستان د نړۍ د بې وزلۍ په څنډه کې پروت هېواد دی. د اسیا پراختیايي بانک په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو له لارې د افغانستان خلکو ته د خوراکي او اړینو روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۴۰۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده."
 
د دغه راپور موندنې دا هم په ډاګه کوي، چې وچکالۍ او سېلابونو په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب له ستونزو سره مخ کړی او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.
 
د اسیا پراختیايي بانک د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په اسیا او ارام سمندر کې د خوراکي توکو د خوندیتوب د زیاتوالي لپاره د اوو میلیاردو ډالرو پروګرام درې لسمه برخه افغانستان، پاکستان او سریلانکا ته ځانګړې شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې د اسیا پراختیايي بانک په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو یو له مهمو عرضه کوونکو څخه دی.
 
https://avapress.com/vdceev8w7jh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته