دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 268994
د روسیې استازی به په دوحه کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي چارو رييس ضمير کابلوف او د افغانستان لپاره د پوتين ځانګړي استازي اعلان وکړ، چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې به ګډون وکړي، خو له دې غونډې ډېر تمه نه لري.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا مشر ضمیر کابلوف او د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړی استازی به د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان لپاره چې ټاکل شوې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي، ګډون کوي
 
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې د دوحې ناسته د سیمې د هېوادونو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د انډول د رامنځته کولو هڅه ده او ویلي یې دي، چې له دې غونډې څخه د ډېر څه تمه نه لري.
 
هغه وویل: "موږ له دې غونډې څخه هیڅ تمه نه لرو، ځکه چې ګوتیریس هڅه کړې چې د سیمې د هیوادونو او د امریکا په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو د چلند تر منځ یو ډول انډول رامنځته کړي. کوم چې کول ستونزمن دي."
 
د پوتین ځانګړي استازي زیاته کړه، چې د دوحې د غونډې په څنډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مشر، له خپل ترکي سیال او د یو شمېر نورو هېوادونو له چارواکو سره وګوري.
 
ټاکل شوې د دوحې غونډه د ثور په ۱۱ او ۱۲ د دوحې په کوربه توب د تړلو دروازو تر شا جوړه
https://avapress.com/vdcdnj0xoyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته