افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون دوشنبه د ثور ۱۱ مه د کورنیو چارو وزارت په یوه ټویټری پیغام کې د هېواد په ۶ ولایتونو کې د ۲۲۴ جریبه کوکنارو د له منځه وړلو خبر ورکړ.
دغه وزارت وايي: د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې په ۶ ولایتونو کې څه باندې ۲۲۴ جریبه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبينو د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د کوکنارو کروندې له منځه وړې وې.