دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 269844
د تورخم له لارې د افغانستان او پاکستان سوداګري په تدریجي ډول کم شوي
یوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی، چې د تورخم له لارې له افغانستان سره د سوداګرۍ د زیاتولو او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو په اړه د پرله پسې رسمي ژمنو برعکس، له ۲۰۱۶ کال راهیسې د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم کم شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: پاکستانی ورځپاڼی ډان نیوز په خپل یو راپور کی د ۲۰۱۶ کال راهیسی د تورخم د پولی له لاری د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ حجم په پرله پسې ډول کمیدو ته په اشارې سره لیکلی چی د دغه کمښت لامل د علاقی نشتوالی دی او د تورخم په پوله کې د بېلابېلو دولتي ادارو نه همغږي ده.
 
د خیبر پښتونخوا د صادرونکو اتحادیې عمومي ملاتړی او د خیبر د سوداګرۍ او صنایعو د خونې یو بنسټ ایښودونکی حاجي جابر شینواری وايي، په داسې حال کې چې سوداګري په پرله پسې توګه د کمېدو په حال کې ده، د سوداګرو د درد او کړاو د کمولو لپاره کوم ځانګړي ګامونه نه دي پورته شوي.
 
نوموړي د دې په څرګندولو سره چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا او د سوداګرو او ټرانسپورټرانو د ستونزو د هواري لپاره هیڅ اراده نه لري، زیاته کړه: له ۱۳۱ صادرونکو څخه شاوخوا ۱۲۰ صادرونکو د حکومت د بې کفایتۍ له امله خپل کاروبار له پاکستانه بهر کړی دی.
 
د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس "زاهدالله شینواری" اعلان وکړ چې د آزادې سوداګرۍ د تړون په ګډون د سوداګریزو تړونونو نشتوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کمښت لامل شوی دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر روانه اوونۍ پاکستان ته سفر کړی و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې وکړي.
 
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر او د کراچۍ د ګمرک له رئیس سره د سوداګرۍ د مسئلو، ترانزیت، د ګمرکي اسانتیاوو د زیاتولو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdci53ar5t1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته