افغان غږ خبری آژانس – مزارشریف: د بدخشان سیمه ییز چارواکی وایی، دغه لاره د دوه میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د دولت له بودیجې او یو میلیون افغانۍ د دولت له بودیجې څخه جوړه شوې ده.
د دوی په وینا، دا لار د بدخشان یو له مهمو ترانسپورتي لارو څخه ده، چې د "شیرچنګ، لويې یفتل ولسوالۍ له شیر پالک کلي، د بالا یفتل ولسوالۍ" پورې د ۱۳ کیلومترو په اوږدوالي په معیاري توګه جوړه شوې ده.
چارواکي وايي، دغه نوی جوړ شوی سړک به پنځه ولسوالۍ د درونټې او د بدخشان د راغستان درې ولسوالۍ سره ونښلوي، چې تر جوړېدو وړاندې يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د دغه سړک د پرانېستې په مراسمو کې د بدخشان سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د لا ډېرو ترانسپورتي لارو د جوړولو ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت په بدخشان کې د سړکونو د جوړولو لپاره لا زیات هوډ لري.
بدخشان د هېواد یو له غرنیو ولایتونو څخه دی، چې ډېرې ولسوالۍ یې د لاسرسي وړ نه دي. د کال په بېلابېلو موسمونو کې د دغو سړکونو خرابوالی او نابرابري تل د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.