دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 270231
د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: اناتولی نن پنجشنبه د ثور ۲۸ مه د ملګرو ملتونو د عمومی منشی د ویاند سټیفن دوجاریک له قوله راپور ورکړی، چې دغه خبرې اترې د ټیلیفون له لارې ترسره شوې.
 
د ګوتریش او عبداللهیان ترمنځ د افغانستان پر وضعیت سربېره د یمن او ایران د اټومي هوکړې په اړه هم خبرې شوې دي.
 
د دې خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي.
 
له عبداللهیان سره د ګوترش خبرې د قطر په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې غونډې له جوړېدو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته شوې. په دې کتنه کې چې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي هم حضور درلود.
 
https://avapress.com/vdcaewnu649n0u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته