دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 272050
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سمنټو د ۵ فابریکو جوړول
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم سرپرست شهاب الدین دلاور کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې د سمنټو د ۵ لویو فابریکو په جوړولو سره به افغانستان د سمنټو په تولید کې پر ځان بسیا شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: باختر آژانس د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور په وینا دغه فابریکې به په هرات، قندهار، لوګر، جوزجان او پروان ولایتونو کې جوړې شی.
 
په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، چې دغه فابریکې به کومې کورنۍ او یا بهرنۍ کمپنۍ جوړې کړي او په کوم لګښت او کله به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
اوس مهال د غوري او جبل السراج سمنټو فابریکې فعالې دي او د افغانستان د اړتیاوو یوه برخه پوره کوي.
 
د دغو فابریکو په جوړېدو سره به سلګونه میلیونه ډالر چې د سمنټو د واردولو په برخه کې ورکول کېږي، په هېواد کې دننه ولګول شي.
 
https://avapress.com/vdcbs5b5grhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته