دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 273150
د تورخم په پوله به د ساري ناروغیو د درملنې مرکز جوړ شي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د نړیوال روغتیايي سازمان له لوري د ۶۶ زره ډالرو په لګښت د تورخم په پوله د ساري ناروغیو د درملنې یو مرکز جوړېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر نن چهارشنبه د سرطان ۲۱ مه په یوه راپور کې ویلی، چې دغه طبی مرکز د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو د روغتیا نړیوال سازمان په لګښت جوړ شوی دی.
 
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمدرحيم قلندري وايي، دغه مرکز به له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره جوړ شي.
 
هغه زیاته کړه چې راستنیدونکي کډوال په هیواد کې د ناروغیو د لیږد د مخنیوي لپاره د بیلابیلو ساري ناروغیو معاینه کیږي.
 
هغه زياته کړه، په دغه مرکز کې د شکمنو مسافرو، ناروغانو درملنه کېږي او جدي ناروغان يې تر درملنې وروسته بېرته هېواد ته لېږل کېږي.
 
د درملنې دغه مرکز په داسې حال کې جوړېږي چې تر دې مخکې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي کسان بې له تشخیصه هېواد ته داخلېدل.
 
https://avapress.com/vdcdks0xzyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته