دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 273305
امیر خان متقی د مسکو غونډی ته رابلل شوي دي
په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته بلنه ورکړې، چې د افغانستان په اړه د مسکو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: ټاکل شوې د مسکو راتلونکې غونډه په اکتوبر میاشت کې جوړه شي.
 
د مسکو غونډه د افغانستان په اړه له څو غونډو یوه غونډه ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې پیل شوې. په دې غونډه کې روسیه، چین، پاکستان، ایران، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان او هند به ونډه واخلي.
 
د اسلامی امارت بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ژیرنوف متقي ته د راتلونکې غونډې په اړه هم معلومات ورکړل.
 
امیر خان متقي له دې بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې د مسکو غونډه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې ارزښتمن ځای لري.
 
هغه هیله څرګنده کړه، چې کابل او مسکو دواړه به د دیپلوماتیکو اړیکو په چوکات کې له دې ناستې څخه ښه ګټه پورته کړي.
 
https://avapress.com/vdcfxmd0tw6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته