دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 273730
تېر کال له سلو څخه د ډېرو کوچنیو کانونو قراردادونه لاسلیک شول/ افغانستان د سمنټو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا کېږي
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د "ملت ته د حکومت حساب ورکونې" پروګرام په اړه په خبري ناسته کې وویل چې تېر کال په ۱۶ ولایتونو کې د کوچنیو کانونو د استخراج ۱۰۸ بېلابېل قراردادونه له کورنیو پانګوالو سره لاسلیک شوي دي. دوی زیاتوي چې افغانستان به په راتلونکي کې د سمنټو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي او بهر ته به هم صادر کړي چې په دې صورت کې به په افغانستان کې د سمنټو بیه نیمه را ټیټه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د دغه وزارت په مطبوعاتي کنفرانس کې « ملت ته د حکومت د حساب ورکونې» په پروګرام کې وویل چې په دغه وزارت کې د پخواني حکومت کارکوونکي کار کوي او هیڅوک هم د پخواني حکومت د کارمند په توګه له دغه وزارت څخه نه دی ګوښه شوی.
 
نوموړي زیاته کړه، کانونه د ټولو خلکو شتمني ده، اسلامي امارت د کانونو په سکتور کې د عدالت، روڼتیا او مسلکيتوب رامنځته کولو ته ژمن دی او د دغه وزارت عواید د خلکو د اسانتیاوو د برابرولو په هدف د «بنسټیزو او ملي پروژو» په تطبیق کې لګېږي.
 
دلاور څرګنده کړه چې د هېواد کانونه د افغانستان د ټولو خلکو ملکیت دی او دا د افغانستان د خلکو حق دی چې په عامه سکتورونو کې ترې کار واخیستل شي، نوموړي ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به هیڅ ډول خیانت ونه شي.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه، سړکونه د کانونو مخې ته نه جوړیږي او کانونه د کانونو او پټرولیم وزارت له اصولو سره سم قرارداد ته سپارل کیږي، چې له دې لارې د سړکونو په جوړولو کې ګټه واخیستل شي.
 
دلاوري څرګنده کړه چې دغه وزارت له ټول هېواد څخه څه دپاسه سل تنه مسلکي انجنيران چې د کانونو په برخه کې يې د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې زده کړې کړي دي راټول کړي دي.
 
نوموړي وویل، چې نن د افغانستان د اسلامي امارت له لوري په بېلابېلو برخو کې کارونه پیل شوي او له همدې امله د کانونو وزارت هم د کانونو د استخراج لپاره اساسي کارونه په لاره اچولي دي.
 
هغه زیاته کړه، د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره زمینه برابره کړې او هره ورځ په دې برخه کې ګڼې غونډې جوړېږي.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دغه راز وویل، چې افغانستان به په راتلونکي کې د سمنټو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي او بهر ته به یې صادر کړي، چې په دې صورت کې به په افغانستان کې د سمنټو بیه نیمه را ټیټه شي.
 
شهاب الدين دلاور وويل، چې د کندهار په شورانډم کې په سل جريبه ځمکه کې د سمنټو د يوې فابريکې د جوړولو تړون لاسليک شوى او دغه فابريکه به په کال کې د يو ميليون ټنه يا شل ميليون بوشلو سمنټو د توليد ظرفيت ولري.
 
دلاور دغه راز زياته کړه چې په بدخشان ولايت کې د سرو زرو کان ٧٥ کيلومتره مربع مساحت لري او په دې برخه کې يې له کورنيو او بهرنيو پانګوالو وغوښتل چې په داوطلبۍ کې دې برخه واخلي.
 
په همدې حال کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان د دغه وزارت په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې تېر کال دغه وزارت په ۱۶ ولایتونو کې د وړو کانونو د استخراج ۱۰۸ بېلابېل تړونونه له کورنیو پانګوالو سره لاسلیک کړي دي.
 
ښاغلي افغان زیاته کړه، د سرو زرو د وینځلو هغه فعالیت چې پخوا په ناقانونه توګه ترسره کېده، اوس د کانونو او پټرولیم وزارت د مسلکي فعالیت لپاره یوه کړنلاره جوړه کړې ده.
 
د همایون افغان په خبره، د دغه پلان له مخې په تخار کې د سرو زرو ۹۹ سیمې سروې شوې او ۷۳ سیمو ته یې مسلکي جوازونه ورکړل شوي او له دې لارې ۱۳۰،۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي. ښاغلي افغان په بدخشان کې د سرو زرو د ۵۰۰ کانونو د سروې په اړه هم معلومات ورکړل.
 
افغان په دوام وويل چې د افغانستان په ٢٥ ولايتونو کې د کانونو د قاچاق او غير قانوني استخراج د مخنيوي په خاطر د دغه وزارت د رياستونو تر مديريت لاندې د نورو اړوندو بنسټونو په همکارۍ کميټې جوړې شوي او د کانونو د غير قانوني استخراج مخه نيسي.
 
https://avapress.com/vdchxxniv23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته