دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 274332
په هېواد کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ٢٥ تنه مړه او ټپيان شول
د کابل - کندهار پر لویه لار د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله یو تن مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. دغه راز په زابل ولايت کې سيمه ييزې سرچينې هم وايي چې په دې ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل - کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
 
دا پېښه نن سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په لومړۍ نمبر لویه لار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو مسافر وړونکی بس د ډېر سرعت له امله له سړک څخه واوښت او چپه شو.
 
د زابل د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر باختر آژانس ته وويل چې په دې پيښه کې د بس چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړ او نهه تنه نور ټپيان شول.
 
د دې پېښې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
 
د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران چي ټپيان يې د درملني په موخه وړلي، د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
 
بل خوا په زابل ولايت کې په يوه بله ترافيکي پېښه کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دې ولايت کې د يوه تېز موټر د چپه کېدو له امله يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
 
په زابل ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د یوه تیز رفتار موټر د چپه کېدو له امله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
 
دا پېښه تېره ورځ د زابل ولایت په مرکز کلات سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
دغه موټر هغه مهال چپه شو چې له سیوري ولسوالۍ څخه د زابل ولایت مرکز ته روان و.
 
سرچينې د دې پېښې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
 
دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
باید ووایم؛ تېز سرعت او د موټر چلولو د اصولو نه مراعت او غیر معیاري سړکونه تل د ترافیکي پېښو او د هېوادوالو د مرګ او ژوبلې لامل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcgwt9xxak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته