دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 274477
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي په نړۍ کې ۶۲م او په اسیا کې ۱۲م مقام ته ورسېد
د فوټسال نړیوالې درجه بندۍ وېبپاڼې اعلان کړی چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیواله درجه بندۍ کې څلور او د اسیا په درجه بندۍ کې دوه ځایونه پورته شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټسال د نړیوالې درجه بندۍ د ویب پاڼې د شمېرو له مخې چې نن سه شنبه د اسد ۱۷ مه خپره شوه، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د چک هېواد له پیاوړې لوبډلې سره له مساوي کېدو وروسته اوس ۶۲م مقام ته رسېدلې ده.
 
د افغانستان د فوټسال لوبډله اوس د سعودي عربستان، چین، سویلي کوریا او قطر له لوبډلو څخه لوړه ده.
 
پرون د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د انټرکانټینینټل فوټسال جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د چک جمهوریت د فوټسال له لوبډلې سره ۴-۴ مساوي کړه او نن به له موزمبیق سره مخامخ شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مرکزي اسيا د فوټسال جام سياليو له پيل راهيسې په نړۍ کې له ٩٩ مقام څخه ٦٢ او په اسيا کې له ٢٠ م مقام څخه ١٢ مقام ته رسېدلې ده.
 
https://avapress.com/vdcgut9xuak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته