دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 274504
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست:

هر کال تر ۱۵ زرو ډېر تخنیکي کارکوونکي فارغېږي

هر کال تر ۱۵ زرو ډېر تخنیکي کارکوونکي فارغېږي
د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياست چارواکي وايي، چې هر کال له دې رياست څخه څه باندې پنځلس زره مسلکي کارکوونکي فارغېږي او د هېواد د کار بازار ته داخلېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ملت ته د حکومت د راپور ورکولو د بهیر په دوام، د تخنیکی او مسلکي زده کړو ریاست مسوولینو د سه شنبې په ورځ (اسد ۱۷) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ګډون وکړ او خپل راپور یې یو ځل بیا د رسنیو په شتون کې د خلکو سره شریک کړ.
 
د تخنيکي او مسلکي زده کړو رئيس مولوي غلام حيدر شهامت په همدې موخه په جوړه شوې خبري ناسته کې وويل، چې دغه رياست هڅه کوي، چې افغانستان د مسلکي کارکوونکو په لرلو سره پر ځان بسيا کړي.
 
شهامت زياته کړه، چې اوس په بېلابېلو سکتورونو په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې تخنيکي کارکوونکي له بهر څخه په لوړو مياشتنيو معاشونو راوړل کېږي، چې دا د دې رياست لپاره د افسوس خبره ده.
 
د شهامت د خبرو پر بنسټ؛ بهرني کارکوونکي سره له دې چې لوړ معاش ترلاسه کوي؛ خو دوی په افغانستان کې کار کولو ته لېواله نه دي او د دوی له وتلو سره د هېواد فابریکې د بندیدو سره مخ کېږي.
 
خو هغه وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياست په يوولسو څانګو کې د کرنې، ساختماني چارو، پلان جوړونې، چاپېريال، انجنيرۍ، توليد، معدنونه، خدمات، مخابراتو، اداره او تجارت، روغتیا او ټولنیز خدمتونو په څانګو کې زرګونه تکړه او مسلکي کسان روزلي دي.
 
شهامت څرګنده کړه چې اوسمهال په دې څانګه کې څه باندې ٥٦ زره لوستي کسان په دوه، درې او پنځه کلن کورسونو کې په تخنيکي او مسلکي زده کړو بوخت دي او هر کال له ١٥ زرو څخه زيات کسان ټولنې ته وړاندې کېږي.
 
د شهامت په وینا؛ دې ریاست د خصوصي او دولتي سکتورونو د تخنیکي او تکړه کارکوونکو په روزلو او همدارنګه د بې وزلۍ د کمولو او اقتصادي ودې په برخه کې خپله دنده سرته رسولې او د خپلو موخو له مخې یې پرمختګ کړی دی.
 
https://avapress.com/vdchvknik23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته